د پکتيا ولايت محاکمو د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ (۲۵) کلنه دښمني حل شوه

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) او د ډنډ پټان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئيس په هڅو، د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۲۷/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ (۲۵) کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او پوره دقت وڅېړل شوه، ورپسې د مسؤولينو لخوا دواړه کورنۍ سولې ته ترغيب او وهڅول شوې.
د یادې موضوع دواړو طرفونو سولې ته غاړه کېښوده او په دې سره د دوی ترمنځ (۲۵) دښمني پای ته ورسېده.
په وروستيو کې دواړو طرفونو د محاکمو له مسؤولينو مننه وکړه.