د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال د (۷) جزائي موضوعاتو اړوند نهايي څېړنې بشپړې کړې

m_admin
أحد, فبراير 02 2025 2:34 مساء
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت، په ۲/شعبان المعظم/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه پکتیا ولایت ته سفر وکړ. د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس چې مفتي عبدالحی شاکر او مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله پکتیا ولایت ته د دغه سفر پر مهال یاد ولایت کې د (۷) مهمو جزائي دوسیو [شپږ د قتل او  یوه د مجروحیت] په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې. دغه راز محترم م

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت، په ۲/شعبان المعظم/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه پکتیا ولایت ته سفر وکړ.
د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس چې مفتي عبدالحی شاکر او مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله پکتیا ولایت ته د دغه سفر پر مهال یاد ولایت کې د (۷) مهمو جزائي دوسیو [شپږ د قتل او  یوه د مجروحیت] په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې.
دغه راز محترم مفتي عتیق الله (دروېش) په یاد سفر کې د پکتیا ولایت د محاکمو له اړوند قضائي غړو سره وکتل او د جزائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې تر تفصیلي خبرو وروسته ورته لازم هدایات وکړل.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د جزائي دوسیو له جانبینو سره هم وکتل او له هغوی یې د دوسیو په اړه وروستي بشپړ تحقیقات وکړل.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) له دې مخکې هم د جزائي دوسیو په اړه د وروستیو تحقیقاتو بشپړولو په موخه د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

Latest news

أربعاء, مايو 14 2025 3:56 مساء
Background image

عقد اجتماع قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في محافظة كابل

عقد قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني)، اليوم الأربعاء (١٦/ ۱۱/١٤٤٦ هـ ق) اجتماعاً مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في. . .

ثلاثاء, أبريل 22 2025 9:50 صباحا
Background image

زیارة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا إلى محافظة زابل

زار قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلةُ الشيخ عبدالحكيم الحقاني، في 22/10/1446هـ ق، على رأس وفد، محافظة زابل، استمراراً لجولاته الإقليمية ومتابعته. . .

خميس, أبريل 17 2025 6:09 مساء
Background image

زیارة فضيلة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا على رأس وفد إلى محافظة هلمند

قام قاضي القضاة ورئيس المحمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني) ، بتاريخ ١٨ / ١٠ / ١٤٤٦ هـ ق، على رأس وفد بزيارة محافظة هلمند، وذلك في إطار مواصلته. . .

BACK TO NEWS