د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د ياد ولايت د درېیو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه
د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبدالله (فرقاني) او د مرافعه محکمې د تحریراتو آمر شفیع الله (عابد) د علینګار، علیشنګ او قرغه يي ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د مرافعه محکمې رئيس د یادو ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو مسؤولینو ته د چارو د ښه ترسره کولو په موخه لازم هدایات وکړل او وویل، د الله تعالی د مخلوق کارونه باید ونه ځنډېږي، د خپلو چارو لپاره یو منظم مهال وېش وټاکئ تر څو د مراجعینو ستونزې په خپل وخت سره حل شي.
د ليدنې په وروستيو کې د یادو محاکمو دوسيې، اندراج کتابونه او د حاضرۍ کتابونه وکتل شول، د يادو کتابونو د نیمګړتیاوو په اړه يې ورته لازمه لارښوونه وکړه.
