خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال لپاره ددې مقام د آرشیف آمریت او سوانحو ریاست د اسنادو ساتلو لپاره د (۳۸) بابه فلزي الماريو د نوي جوړښت او نصب کولو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې ترلاسه کړئ، خپل آفزونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول ددې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴۰۲/۴/۱۴ هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د عامي روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنیټ له لارې را رسیدلي آفزونه د منلو وړ نه دي.
د آفز تضمین [ په بانکي ډول] (۳۵۰۰۰) افغانۍ دی د آفزونو پرانیسته ۱۴۰۲/۴/۱۴ هـ ش نېټه مخکې له غرمې ۱۰:۳۰ بجو په ستره محکمه کې ترسره کیږي.
نوټ: د آفزونو د پرانیستي څخه تر مخ ناسته ۱۴۰۲/۴/۴ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.