د روزګان د مرافعه محکمې رئیس د خاص روزګان له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

m_admin
اثنين, يناير 09 2023 12:06 مساء
د روزګان د مرافعه محکمې رئیس د خاص روزګان له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

د روزګان ولایت د استیناف محکمې رئیس شیخ مولوي سخیداد (ابوالتقي) او د یاد ریاست اجرائیه مدیر محب الله (نظري) د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د جمادي الثاني میاشتې په ۱۱مه نېټه د دغه ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې او نورو اداري مسؤولینو او عامو خلکو سربېره د دې ولسوالۍ له زندان څخه لیدنه وکړه.

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په دې لیدنه کې د خاص روزګان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې قاضي، مفتي او محرر ته د قضائي چارو د ښه تر سره کولو برخه کې لازم هدایات وکړل وویل، د خلکو عرایضو ته دې په ټاکلي وخت رسېدنه وشي، د خلق الله کارونه دې په شفاف ‌‌‌ډول په خپل وخت حل او فصل شي.

محترم شیخ سخیداد (ابوالتقي)یادونه وکړه چې د خپلو ترسره کړو فعالیتونو ربعوارو راپورونو، د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست متحدالمآلونو، د مرافعه محکمې مکتوبونو او احکامو ته دقیقه توجه وکړئ، په ټاکلي و خت مرافعه ریاست ته د خپلو اجراآتو خبر ورکوئ او راپورونه مو په ښه ډول راواستوئ؛ تر څو اطاعت پر ځای او د مراجعینو ستونزې په خپل وخت سره حل شي.

د یاد ریاست اجرائیه مدیر محب الله (نظري) د ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د اداري بخش کارکوونکو ته د صادرې او واردې، رسیداتو او اندراج اړوند لازمې لارښوونې وکړې.

د روزګان ولایت د استیناف محکمې رئیس په یاده لیدنه کې ګډونوالو ته وویل چې د ولسوالۍ له نورو چارواکو سره نېک برخورد وکړي تر څو اسلامي امارت قوي او متحد پاته شي.

د خاص روزګان د ابتدئیه محکمې قاضي، مفتي او محرر د استیناف محکمې له رئیس سره ژمنه وکړه چې ان شاءالله ستاسو ټولې خبرې او سپارښتنې به عملي کوو او خپل قضائي امور به په صداقت ترسره کوو.

وروسته محترم شیخ سخیداد (ابوالتقي) د ولسوالۍ له محبس څخه لیدنه وکړه او د ټولو بندیانو مشکلات یې واورېدل او بندیانو ته يې ډاډ ورکړ چې ان شاءالله دوسیې به یې ژر څېړل کېږي.

نوموړي د محبس مسؤولینوته وویل،  بندیانو سره باید ښه چلند وکړئ.

ورپسې د مرافعه محکمې رئیس شیخ مولوي سخیداد (ابوالتقي) د خاص روزګان له ولسوال او امنیه قومندان سره لیدنه کې په بېلا بېلو اړوند موضوعاتو خبرې وکړې، ولسوال او امنیه قومندان د استیناف محکمې له رئیس سره ژمنه وکړه چې ان شاءالله په ټولو اړوند برخو کې به له محاکمو سره بشپړه همکاري کوي.

دغه راز محترم شیخ ابوالتقي د یادې ولسوالۍ له اوسېدونکو، علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل، د هغوی مشکلات يې واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې ستاسو ټول مشکلات به ان شاءالله د شریعت په رڼا کې حل او فصل کوي.

د سفر په پای کې شیخ سخیداد (ابوالتقي) د خاص روزګان ولسوالۍ اړوند شیش فر کلي کې چې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر دعوه وه، له هغې ځمکې هیئتي وکړه او د هغوی موضوع یې له نږدې څخه ولیده.

Latest news

سبت, مايو 16 2026 11:28 صباحا
Background image

قام فضیلة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا بزيارة إلى محافظات قندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان، وبغلان

أجرى قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا، فضيلة الشيخ عبدالحكيم (الحقاني)، برفقة كلّ من رئيس إدارة التخطيط والسياسات في المحكمة العليا سماحة المولوي محمد جمعة (فیضاني)، ونائب الرئاسة. . .

ثلاثاء, مايو 12 2026 11:39 صباحا
Background image

تقرير موجز عن رئاسة العلاقات العامة والخارجية والإعلام في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام 1447هـ ق

قامت رئاسة العلاقات العامة والخارجية والإعلام في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام 1447هـ بالأنشطة الرئيسية التالية:
1- تم إعداد وتسجيل أربعة (4) من برنامج «القضاء والشعب»، وتم. . .

أحد, مايو 10 2026 2:58 مساء
Background image

تقریر موجز عن أنشطة الرئاسة العامة لشؤون الموظفين في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام ١٤٤٧هـ ق

قامت الرئاسة العامة لشؤون الموظفين في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام ١٤٤٧هـ بتنفيذ الأنشطة الرئيسية الآتية:
1- بهدفِ تحسين تنظيم الشؤون الإدارية ورفع مستوى الفاعلية، تم إعداد. . .

BACK TO NEWS