پکتيا ولايت کې درې متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه
نن د دوشنبې ورځ د شوال المکرم (۲۷) مه نېټه د پکتیا ولایت د احمدآبا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې په اساس درې تنو ته چې په بې عزتۍ، توهين او غلا متهم وو، تعزيري سزا ورکړل شوه.
د يادو کسانو له جملې څخه دوه متهمين پر ۳۰ـ ۳۰ دُرو تعزیري سزا او يو يو کال تنفيذي بند او درېيم متهم پر ۲۰ دُرو تعزيري سزا او يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند محکوم شوی و.
د احمدآبا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې ياده پرېکړه، د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.