د کابل د مرافعه محکمې رئیس د ښاري ابتدائیه محکمې له درېيم او څلورم زون څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۱۸
د کابل د مرافعه محکمې رئیس د ښاري ابتدائیه محکمې له درېيم او څلورم زون څخه لیدنه وکړه

 د روان هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۴/ ۱۸مه نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) د تحریراتو د عمومي مدیر عنایت الرحمن صافي په ملتیا د کابل ښار د ابتدائیه محکمې د دویم زون له پاتې دېوانونو، درېیم او څلورم زون څخه د نظارت او کنټرول په موخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې یاد پلاوي لومړی د ابتدائیه محکمې د دویم زون له هغو دېوانونو چې له مخکې نظارت څخه پاتې وو ليدنه وکړه، ورپسې يې د درېیم زون او څلورم زون له ټولو دېوانونو څخه د څارنې په موخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د یادو زونونو په جزائي، مدني او تجارتي برخو کې د ټولو دېوانونو قضائي او اداري چارې وڅارل شوې، د ټولو اداري کتابونو سربېره یې د بيلګې په توګه د هر دېوان څو دوسیو څخه لیدنه وشوه.
محترم مفتي ساجد د دېوانونو مسؤولینو ته هدایت وکړ چې د دوسیو د اوراقو ساتلو په اړه باید ډېر احتیاط وکړئ، خپلو دندو ته په ټاکلي  وخت حاضر شئ، د خپلو ماتحت کارکوونکو له اجراآتو څخه تل څارنه وکړئ، د دوسیو نوبت ته باید په جدي توګه پام وکړئ.
 دغه راز  محترم مفتي ساجد ماتحت کارکوونکو ته هدایت وکړ چې خپلو آمرینو ته د خپلو کارونو راپورونه وخت په وخت وړاندې کړئ، تر څو کارونه په همغږۍ او چټکۍ سره پر مخ لاړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

د بغلان د مرافعه محکمې رئيس د مرکزي بغلان ولسوالۍ له ابتدائيه او اختصاصي محاکمو څخه لیدنه وکړه

په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د بغلان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف (ابوالوفاء) د کارونو د تعقیب او نظارت په موخه د مرکزي بغلان ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د فراه د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

په ۲۳ / ۱۰ / ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د فراه ولایت د مرافعه محکمې د رئیس الحاج مولوي محمد ګل (صیاد) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د دېوانونو د رئیسانو او غړو، د ښاري محکمې د رئیس، دېوانونو د رئیسانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل د مرافعه محکمې رئیس د ښاري ابتدائیه محکمې له درېيم او څلورم زون څخه لیدنه وکړه

 د روان هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۴/ ۱۸مه نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) د تحریراتو د عمومي مدیر عنایت الرحمن صافي په ملتیا د کابل. . .

بیا په خبرونو کی