د فراه د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
په ۲۳ / ۱۰ / ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د فراه ولایت د مرافعه محکمې د رئیس الحاج مولوي محمد ګل (صیاد) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د دېوانونو د رئیسانو او غړو، د ښاري محکمې د رئیس، دېوانونو د رئیسانو او غړو، د وثایقو، حقوقو او تحریراتو آمرینو په ګډون اداري غوڼده وشوه.
غونډه د قرآنکریم د سپېڅلو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ټولو ګډونوالو ته وویل، موږ او تاسو ته دا دروند مسؤولیت د مشرانو لخوا راکړل شوی، موږ او تاسو يې باید په پوره اخلاص، صداقت، دیانت او قوانینو ته په ژمنتیا ترسره کړو.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس د مدافع وکیلانو اړوند موضوعاتو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس زياته کړه، د مراجعینو سره ښه چلند کوئ، په ټاکلي وخت د اړوند بندیانو نظارت او هیئتي کوئ او دوسیو ته یې ژر رسېدنه کوئ تر څو یې دوسیه د ځنډ سره مخ نشي.
غونډه د ثبت اسناد او وثايقو د مفتي په دعاء پای ته ورسېده.