پکتيا ولايت کې درې متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۴:۱۵
پکتيا ولايت کې درې متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

نن د دوشنبې ورځ د شوال المکرم (۲۷) مه نېټه د پکتیا ولایت د احمدآبا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې په اساس درې تنو ته چې په بې عزتۍ، توهين او غلا متهم وو، تعزيري سزا ورکړل شوه.
د يادو کسانو له جملې څخه دوه متهمين پر ۳۰ـ ۳۰ دُرو تعزیري سزا او يو يو کال تنفيذي بند او درېيم متهم پر ۲۰ دُرو تعزيري سزا او يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند محکوم شوی و.
د احمدآبا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې ياده پرېکړه، د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

د نیمروز د مرافعه محکمې رئیس د چهار برجکي ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې څخه لیدنه وکړه

په ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د نیمروز ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالخالق (محمدي)، مولوي محمد اسماعیل (محمدي)، د امنيت عامه دېوان مفتي مولوي جمعه ګل (فائض) او د محاکمو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۱:۴۴
Background image

د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (۵۵۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۴۹۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه ۷/ ۱۱/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې د (۵۵۶). . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۱:۳۵
Background image

د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۴۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې اړوند دېوانونو په دوو اونيو کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې د ۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې (۱۴۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې. . .

بیا په خبرونو کی