د نیمروز د مرافعه محکمې رئیس د چهار برجکي ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې څخه لیدنه وکړه
په ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د نیمروز ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالخالق (محمدي)، مولوي محمد اسماعیل (محمدي)، د امنيت عامه دېوان مفتي مولوي جمعه ګل (فائض) او د محاکمو د محافظتي قطعاتو عمومي قومندان د یاد ولايت د چهار برجکي ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې ياد پلاوي د یادې ولسوالۍ د قاضي مولوي عبدالعزیز فائض، قضائي محرر مولوي سخي احمد جلالي، د استخباراتو مدیر عبدالرحمن، د ولسوالۍ قومندان مولوي عبدالله انس، د حقوقو مدیر مولوي غلام رباني سنجر او د جنایي مدیر مولوي ابراهیم سره غونډه وکړه.
یاده غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم محمدي ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې وویل، د دندې او خدمت کولو لپاره اطاعت او تقوی ضروري دي، د یو او بل ترمنځ اتفاق، اتحاد او همکاري سره کوئ، که د چا دنده لوړه وي او که ټیټه د اخلاص څخه دې کار واخیستل شي، په دې نظام کې داسې خدمت وکړئ لکه د خپل شخصي کور خدمت چې کوئ، دا نظام په ډېرو قربانیو او تکالیفو لاسته راغلی دی، د یو او بل شکایت مه سره کوئ او د نظام په چارو کې له يو بل سره همکاري کوئ.
ياده ليدنه او غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.