د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۴۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت د مرافعه محکمې اړوند دېوانونو په دوو اونيو کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې د ۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې (۱۴۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
۱- د دې محکمې د جزا دېوان:
د جزا دېوان ته په دوو اونيو کې (۳۳) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۶) دوسيې فيصله شوې، د (۴۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲ـ د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
د عامه امنيت دېوان ته په دوو اونيو کې (۶) دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱) دوسیې فیصله شوې، د (۱۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسیه مکتوبي مسترد شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳ـ د دې محکمې د پوځي منسوبینو دېوان:
د پوځي منسوبينو دېوان ته په دوو اونيو کې (۶) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، د (۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴ـ د دې محکمې مدني دېوان:
مدني دېوان ته په دوو اونيو کې (۴۲) دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲) دوسيې فيصله شوې، د (۲۰) دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵ـ د دې محکمې تجارتي دېوان:
تجارتي دېوان ته په دوو اونيو کې (۳۵) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵) دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴) دوسيې مکتوبي مسترد شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.