د بلخ محاکمو په درېیو اونيو کې د (۵۹۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۳۴۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۵:۳۳
د بلخ محاکمو په درېیو اونيو کې د (۵۹۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۳۴۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په درېیو اونيو کې له (۲۰/ ۹/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۹/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې د (۵۹۷) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۳۴۱) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په درېیو اونيو کې (۳۹۰) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه (۹۷) دوسیې فیصله شوې، (۷۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۲۷۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په درېیو اونيو کې (۱۳۶) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه (۸۰) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۶۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په درېیو اونيو کې (۳۴۱) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.‎

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د کابل ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو په دوو اونيو کې (۷۴۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښار د ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو په دوو اونيو کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې د ۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې (۷۴۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

د نیمروز د مرافعه محکمې رئیس د چهار برجکي ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې څخه لیدنه وکړه

په ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د نیمروز ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالخالق (محمدي)، مولوي محمد اسماعیل (محمدي)، د امنيت عامه دېوان مفتي مولوي جمعه ګل (فائض) او د محاکمو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۱:۴۴
Background image

د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (۵۵۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۴۹۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه ۷/ ۱۱/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې د (۵۵۶). . .

بیا په خبرونو کی