د بغلان د مرافعه محکمې رئيس د مرکزي بغلان ولسوالۍ له ابتدائيه او اختصاصي محاکمو څخه لیدنه وکړه
په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د بغلان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف (ابوالوفاء) د کارونو د تعقیب او نظارت په موخه د مرکزي بغلان ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې او د یاد ولایت له اختصاصي محکمې څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د بغلان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د بغلان د مرکزي ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې قاضي، مفتي، محرر او د حقوقو مدیر ته د قضائي او اداري چارو د ښه ترسره کولو په برخه کې لاندې هدایات وکړل:
1. د خلکو عرایضو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړئ.
2. د خلق الله کارونه په شفاف ډول په خپل وخت حل او فصل کړئ.
3. د کارونو د منظم والي او د لا چټکتیا په برخه کې جدي پاملرنه ولرئ.
4. د محاکمو د اصولو په له مخې د مافوق آمر له اجازې پرته د نورو ادارو هېڅ غړی نشي کولای د محاکمو له قضائي او اداري اجراآتو څخه څار او یا نظارت وکړي.
د ليدنې په دوام د بغلان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د اختصاصي محکمې له رئیس او غړيو سره وکتل او جدي سپارښتنه یې ورته وکړه چې د خلکو ستونزې او دعوې د اسلامي اصولو په رڼا کې حل او فصل کړئ او حق حقدار ته وسپارئ.