د هلمند د مرافعه محکمې عمومي رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
په ۲۸ /۱۰ /۱۴۴۵هـ ق نېټه د هلمند ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ، د يادې محکمې د ټولو دېوانونو رئیسانو، مفتیانو، محررینو او د تحریراتو عمومي آمر په ګډون اداري غونډه وشوه.
ياده غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم مولوي محمدي د غونډې اجنډا بیان کړه، د بنديانو اړوند، د دارالوکالو او د مراجعينو د حاضرېدو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
د غونډې په وروستيو کې د محترم مولوي محمدي لخوا د غونډې ګډونوالو ته لازم هدایات او سپارښتنې وشوې.
ياده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.