سترې محکمې عالي شورا د غونډې خبرپاڼه د لیندۍ۹مه، ۱۳۹۹

alisina
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۴:۳۵
1


د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله اونیزه قضايي ناسته ترسره کړه.

په پيل کې د جزايي مسوولیت د عمومي مشدده احوالو او انواعو په اړه بحث وشو او د جزا کود له ۲۱۷مادې تر ۲۲۰ مادو په اتکا، روښانه شوه چې هر کله محاکم د عمومي مشدده احوالو د شتون پرمهال د جزا په تشدید پریکړه وکړي، محاکم اړ دي چې د یادو شویو موادو په فقراتو کې ذکر شوي حالات چې د جزا د تشدید لامل ګرځیدلي دي، د خپلو حکمونو د دلایلو په اسبابو کې په روښانه توګه ذکر کړي.

ورپسې له اجنډا سره سم د قضايي تفتیش لوی ریاست د اقتضايي تفتیش د راپور پر بنسټ، د هرات ولایت ابتدایه محکمې له قاضیانو څخه یو تن چې د څیړنو پرمهال یې وظیفوي تیروتنه تشخیص شوې وه، واوریدل شوه او یاد قاضي ته د قضايي تیروتنو د رسیده ګۍ د طرز د مقررې له حکمونو سره سم تادیبي جزا ورکړل شوه.

ورپسې د لویه څارنوالۍ د پیسو د جعل او د کابل ولایت د استیناف محکمې د جزايي اجرااتو د قانون د ۳۳۳مادې د حکم په رعایت سره له وظیفوي واک څخه د سو استفادې او د رشوت د اخیستو په تور محکوم په اړه، د واکمنې محکمې د تعیین په اړه د راغلو استهدایو په اړوند، د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې لازمې لارښونې ترسره شوې.

د ناستې په دوام کې له زوړوالي څخه د ساتنې په موخه په مخزنونو کې د وثایقو د کندو طرزالعمل، له جعل او تزویر څخه د کندو د مصوون ساتلو، له ناقانونه لاسوهنو، ضررونو او نورو احتمالي پيښو څخه د مخنیوي په موخه تصویب او د هیواد په محاکمو کې یې د پلیتابه په اړه لارښونه ورکړل شوه.

دغه شان په ناسته کې یوه مدني د تجدید نظر عریضه د مدني محاکماتو د اصولو د قانون د ۴۸۲مادې په پام کې نیولو سره او دغه شان یو شمیر په جزایي برخو کې د محکمو د تبدیلۍ عریضې تر رسیده‌ګۍ لاندې ونیول شوې او په ورته وخت کې د لویه څارنوالۍ د وړاندیز پر بنسټ د ۴۷ټوکه جزايي دوسیو د قضايي رسیده‌ګۍ واک د غزني، بادغیس، کندهار، سمنګان او ننګرهار ولایتونو استیناف محکمو ته ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د ستري محکمي عالي شورا د غونډه

د ستري محکمي عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۱۲مه سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د(GIZ) قانون واکمنۍ پراختيا له مشر سره د قضائيه ځواک داداري عمومي آمريت سرپرست ليدنه

قضاوتپال  جاوید رشیدی  د قضائیه ځواک اداري عمومي آمریت سرپرست د چنګاښ په 23 مه له غرمې مخکی د خپل کار  په دفتر کې له ښاغلی برند میسر شمیت د جی آی زیډ پروژې له مشر سره  وکتل.
په دې کتنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د عالی شورا غونده جوره شول

سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۵مه د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي قضايي ناسته. . .

بیا په خبرونو کی