د سترې محکمې عالي شورا د غونډې خبرپاڼه

alisina
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۱۵:۶
123

۱۳۹۹، د اسد ۲۱مه

د سترې محکمې عالي شورا، نن تر غرمې وړاندې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله اونیزه غونډه ترسره کړه.

لومړی د شورا غړو د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د پخواني مشر قضاوتپوه محمدعثمان ژوبل او قضاوتمند امیرزاده تسل د لوګر ولایت استیناف محکمې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع د دیوان غړي د مړینې له کبله، خپل د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې او دوی ته یې د خدای ج له درباره د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

ورپسې، عادي وضعیت ته د راګرځیدو په موخه د دولت د وروستۍ پریکړې او د قضايي او اداري چارو د لا تنظیم په موخه لارښوونه وشوه چې د دولت دغه تصمیم د جدي روغتیايي پاملرنو او لارښوونو ته په پام سره په جدي توګه مراعت کړل شي.

وروسته له اجنډا سره سم د قاضیانو یو شمیر وظیفوي تیروتنې تر غور لاندې ونیول شوې او د کابل، بغلان او فراه ولایتونو د استنیاف محکمو یو شمیر قاضیانو ته، د وظیفوي تیروتنو د تشخیص له کبله د قضايي تیروتنو د رسیده‌ګۍ د مقررې له احکامو سره سم تادیبي جزاګانې ورکړل شوې.

دغه شان د رارسیدلو استهدااتو د څيړلو په لړ کې، د کابل استیناف محکمې د یوې استهدایې پر وړاندې د تجارتي پریکړې په بنسټ، د یاد جایداد د ثبت محفوظ د فقدان او د ځمکې د استملاک اړونده دعوا په اړه، د بدخشان ولایت د استیناف محکمې د میراث د برخې د اجرا په اړه، د تخار ولایت د استیناف محکمې د استهدایې په اړه چې د شهودو د کذب په اړه او د کابل بانک د ځانګړې محکمې د استهدایې په اړه له قانون سره سمې لارښوونې ترسره شوې.

دغه شان د شورا په غونډه کې په یو شمیر مدني مسایلو کې د تجدیدنظر په غوښتنو بحث وشو او د لویه څارنوالۍ د غوښتنتې پر بنسټ، د ۱۱۹ ټوکه دوسیو د قضايي رسیده‌ګۍ واک دایکندي، لغمان، کاپیسا، کندهار، تخار، سمنګان، سرپل، پکتیا، بدخشان، ننګرهار، غور، خوست، نیمروز، فاریاب او پکتیکا ولایتونو استیناف محاکمو ته ته ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د ستري محکمي عالي شورا د غونډه

د ستري محکمي عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۱۲مه سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د(GIZ) قانون واکمنۍ پراختيا له مشر سره د قضائيه ځواک داداري عمومي آمريت سرپرست ليدنه

قضاوتپال  جاوید رشیدی  د قضائیه ځواک اداري عمومي آمریت سرپرست د چنګاښ په 23 مه له غرمې مخکی د خپل کار  په دفتر کې له ښاغلی برند میسر شمیت د جی آی زیډ پروژې له مشر سره  وکتل.
په دې کتنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د عالی شورا غونده جوره شول

سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۵مه د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي قضايي ناسته. . .

بیا په خبرونو کی