د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د قتل د څو قضیو د حل او ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د تقویې په موخه میدان وردګ او بامیان ولایتونو ته سفر وکړ 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۳:۴۴
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د قتل د څو قضیو د حل او ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د تقویې په موخه میدان وردګ او بامیان ولایتونو ته سفر وکړ 

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې محترم مفتي عبدالحی (شاکر) یې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت میدان وردګ او بامیان ولایتونو ته سفر وکړ.
یادو ولایتونو ته د جزا دېوان د عمومي رئیس د سفر عمده موخه د والي صاحبانو په ګډون له ټولو ولایتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته، د ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا ډېرې پیاوړتیا، جرایمو مخنیوی، حق حقدار ته د سپارلو او ولس ته د غوره خدماتو ترسره کولو په تړاو له ولایتي مسؤولینو سره خبرې او د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو نهائي کول وه.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) یادو ولایتونو ته د سفر پر مهال د والي صاحبانو په ګډون له ټولو ولایتي اداري مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې وکړې، د غونډې ګډونوالو ته یې د همغږۍ د تقویې او ګټو، د امنیت د تأمین، د مظلومانو د لاس نیوي او د هغوی د فریاد اورېدلو او د ولایتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر لارو چارو خبرې وکړې.
نوموړي د میدان وردګ او بامیان ولایتونو محترمو والي صاحبانو، د امر بالمعروف، علماوو شورا، محاکمو، امنیه قوماندانۍ او اړوند نورو مسؤولینو ته هدایت وکړ چې خپلو منځو کې اصولي همکاري او همغږۍ لا تقویه کړي، ترڅو شته امنیت لا قوي او هېوادوال په ارامه فضا کې ژوند وکړي.
د جزا دېوان عمومي رئیس د غونډو ګډونوالو ته روښانه کړه چې د اسلامي نظام مهم مسؤولیت د عدالت تأمینول دي‎ او د نظام مسؤولین باید هېچا ته پر مظلوم د ظلم اجاره ور نه کړي.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) زیاته کړه، که فرضاً څوک د ظلم او نورو جرایمو د ترسره کولو هڅه کوي لومړی خو ضروري داده چې له ظلم او جرم مخکې د دوی مخه ونیول شي، که جرم او ظلم ترسره کړي د محاکمو مسؤولیت دی چې د شریعت مطابق ورته ټاکلي مجازات ورکړي.
دغه راز نوموړي وویل، پر موږ ټولو مسؤولینو او منسوبینو لازمه ده چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د خپل ځورېدلي ولس خدمت وکړو، د دوی ستونزې او فریاد واورو او په کم وخت کې یې ستونزو ته رسېدنه وکړو.

د ولایتي ادارو مسؤولینو هم په خپل وار د همغږۍ د تقویې، اسلامي نظام پر ګټو او مسؤولیتونو او نورو اړینو مواردو تفصیلي خبرې وکړې او له یو بل سره یې نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، ژمنه یې وکړه چې تر خپلې وسې به د ولس خدمت کوي، له یو بل سره به د اصولو مطابق پوره همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې محترم مفتي عتیق الله دروېش په یادو ولایتونو کې د همغږۍ تر ناستو وروسته یو شمېر د قتل موضوعات هم حل او فصل کړل.
د جزا دېوان عمومي رئیس د دغه سفرونو پر مهال میدان وردګ ولایت کې دوې د قتل دوسیې نهائي کړې، پر قتل محکومین یې مرافعه محکمې ته راوغوښتل او د موضوع په تړاو یې ترې تفصیلي او لازم تحقیقات ترسره کړل.
په دې سربېره د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي بامیان ولایت کې هم دوې مهمې قضیې چې یوه په کې د قتل موضوع او بله د پنځو مجروحینو قضیه ده، نهائي او په تړاو یې بشپړ تحقیقات وکړل.
د یادونې وړ ده چې د جزا دېوان عمومي رئیس له دې مخکې د هېواد ۲۱ نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي او د ټولو ولایتونو له مسؤولینو سره یې د همغږۍ ناستې ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د نورستان ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د دېوانونو د رئیسانو، قضائي غړو، د مرافعه او ښاري محاکمو منسوبینو په ګډون په ۱۹ /۴ /۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري ناسته. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۳۳
Background image

د روزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د قضائي پلاوي په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او سپین ږيرو په منځګړیتوب په ۱۸/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق د مقتول او قاتل د کورنيو ترمنځ سوله وشوه.
د قتل. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولايت د بهسود (حصه اول) ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د ميدان وردګ ولايت د بهسود (حصه اول) ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړيتوب په ۱۸/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د قتل رامنځته شوې موضوع حل او فصل. . .

بیا په خبرونو کی