دسترې محکمې دعالي شورا غونډه وکړه
د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله اونیزه نوبتي غونډه ترسره کړه. شورا لومړی له اداري فساد سره د مبارز په برخه کې د قضايي مراقبت ادارې کلني راپور اجراات واوریدل. د راپور له مخې، د تیر کال په ترڅ کې جمعا ۳۸ تنه چې ۴ تنه یې قاضیان، ۳تنه یې محررین، یو تن مدافع وکیل او ۳۰ تنه یې نور کسان وو، د رشوت، د رشوت وساطت، فریبکاري، د تزویري اسنادو تهیه او اتعمال، کذب شهادت، د القابو انتحال او عامه خدماتو پر موظفینو باندې د تجاوز په تور نیول شوي او اړونده دوسیې یې تر عدلي تعقیب لاندې راوستل شوې دي. دغه شان د قضايي مراقبت ادارې محاکمو ته د ۴۰ تنو کمیشن کارانو د راتګ مخنیوی چې له هغوی څخه کتبي تعهد اخیستل شوی دی او دغه شان د دعوا طرفینو و الکترونیکي رارسیدلو شکایاتو ته په وخت سره رسیدنه شوې ده. وروسته د قتل، په عنف تجاوز او له دندو څخه د سواستفادرې په تور د جزایي تجدیدنظر شپږ عرایض د لویه څارنوالۍ د قضايي تعقیب د مرستیال، محکومین او د محکومینو خپلوانو په حضور کې د جزايي اجرااتو قانون د ۲۸۲ مادې د حکم په رڼا کې تر غور او څيړنې لاندې ونیول شوې او د هر مورد په اړه علیحده مقتضي تصمیم ونیول شو. ورپسې د اقتضايي تفتیشونو پر مبنی او د وظیفوي تیروتنو تشخیص ته په کتو، د کابل، بلخ، کندهار شپږ تنو قاضیانو ته لازمې تادیبي جزاګانې ورکړل شوې. په همدې توګه د پوهنې وزارت د استهدایې په اړه چې دغه وزارت ته د یو ښوونځي د جوړولو په موخه د یوې موقوفه ځمکې د انتقال په اړه وه، د استملاک قانون د ۲۱مې مادې د حکم پر بنسټ چې په هغو کې وقفي ملکیتونو د استملاک شرایط واضح شوي دي، لازمې لارښوونې ترسره شوې. په دې سربیره په ناسته کې په مدني او جزايي قضایاوو کې د محکمو د تبدیلۍ یو شمیر مطالبې او د قضاتو د قضايي ارتقا د درجاتو اړونده وړاندیزونو تر رسیده ګۍ لاندې ونیول شول او دغه شان د لویه څارنوالۍ د وړاندیز پر بنسټ د ۴۹ ټوکه جزایي دوسیو د رسیده ګۍ واک خوست، پکتیکا، بادغی، کونړ، سمنګان، غزني، نیمروز، فاریاب، اروزګان، تخار او بدخشان ولایتونو د استیناف محکمو ته تفویض کړل شو.
