سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه۱۳۹۹، د مرغومې۲۱مه
د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله اونیزه قضايي ناسته ترسره کړه.
په پيل کې د عالي شورا د غونډو د سکتهّګۍ د مخنیوي او په اجنډا کې شاملو موضوعاتو ته د چټکې رسیدهګۍ په موخه، د سترې محکمې د واکونو او تشکیل قانون د ۲۶مې مادې تعدیل چې د سترې محکمې د عالي شورا د حداقل نصاب په اړه و- او دغه شان د عدالت د تامین په موخه او د هغو جرمونو د مرور زمان محاسبه چې د جزايي اجرااتو د قانون له انفاذ وروسته جرایم پکې مندرج او د اعتیادي، متوالي، استمراري ، اختلاس او تذویر جرایمو په کتهګوریو کې راځي، د جزايي اجرااتو د قانون د ۷۳مې مادې د تعدیل طرحه تصویب او دارالانشا ته یې لارښوونه وکړه چې دا دواړې د تعدیل طرحې د وروستیو مراحلو د طی کیدو په موخه عدالیه وزارت ته واستوي.
وروسته په داسې حال کې چې د عدلیه وزارت مرستیال وزیر، د دولت د قضایاوو اړونده څارنوالان، د موکله اداراتو استازي او د قضایاوو طرفینو هم حضور درلود، درې د قضایای دولت د تجدید نظر غوښتنې چې مدعی بها یې عامه حقوق او د دولت د ځمکو غصب مسایل وو، د مدني محاکماتو د اصولو قانون د ۴۸۲مادې له حکم سره سم تر رسیدهګۍ لاندې ونیول شول او د هر مورد په اړه لازم تصمیم ونیول شو.
په ورته توګه د کابل ولایت استیناف محکمې د استهدایې په وړاندې چې د حقوقو د تحصیل د طرز او د محکمو د محصول د قانون د دوه مادو ترمنځ د راپورته شوي تعارض او ټکر او د حقوقي عرایضو د حق التثبیت او د هغو مخکینو فیصلو د محصول د استرداد په اړه چې محکوم علیه په مماثله محکمه کې محکوم له واقع شوی وي او دغه شان د پنجشیر استیناف محکمې استهدایه چې د مخکینو کلونو د اجرا شویو وثایقو د تصحیح د څرنګوالي په اړه وه، د نافذه قوانینو په رڼا کې په هر مورد کې لازمې لارښوونې ترسره کړې.
دغه شان په غونډه کې یو د شمیر جزايي محکمو د تبدیلیو عرایض، د واک تنازع او د قضاتو کادري درجاتو ته د رسیدهګۍ ترڅنګ، د لویه څارنوالۍ ادارې د وړاندیز پر بنسټ د ۱۰۵ ټوکه جزایي دوسیو د رسیدهګۍ واک د کابل، کندهار، پکتیکا، فراه، خوست، فاریاب، بدخشان، غور، جوزجان او غزني ولایتونو استیناف محکمو ته تفویض کړل شو.
