د ميدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د اتو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه او نظارت وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۴:۹
د ميدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د اتو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه او نظارت وکړ

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالله (فرقاني) د تحریراتو د آمر په ملتيا په ۳/ ۲/ ۱۴۶۶ هـ ق نېټه د دایمیرداد، جغتو، سيدآباد، جلريز، نرخ، مرکز بهسود، حصه اول بهسود او چک ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه او نظارت پیل کړ.
په دې ليدنه کې د یادو محاکمو قضائي او اداري چارې وکتل شوې،  الحمدلله د محاکمو کارونه د اصولو مطابق په منظم ډول روان وو. 
د لیدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د یادو محاکمو مسؤولينو ته د چارو د چټکتيا، د هېوادوالو ستونزو د رسېدنې او لا ښې همغږۍ په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
د مرافعه محکمې د رئيس یاد سفر په ۲۲/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۷:۳
Background image

د سترې محکمې د قضائي زده کړو ریاست او وثايقو آمريتونو په انګړ کې د يو مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د سترې محکمې د اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک (حقاني) صاحب لخوا د قضائي زده کړو رياست او وثايقو آمريتونو په انګړ کې نن پنجشنبې د ۲۳/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د يو مسجد جوړېدو د بنسټ ډبره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۶:۶
Background image

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د سترې محکمې له یو شمېر مسؤولینو سره وکتل 

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه د سترې محکمې د مرکزي تمیز له عمومي رئیس محترم شیخ محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۱۰
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د سرپل د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه 

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفرالمظفر مياشتې په ۲۱مه نېټه سرپل ولایت ته د سفر پر مهال د. . .

بیا په خبرونو کی