ملت ته د حساب ورکولو په برنامه کی د ستری محکمی د فعالیتونو رپوټ

alisina
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۱۴:۲۵
khabar

دوشنبه، د ۱۳۹۸ کال د کب ۱۲مه
د سترې محکمې په دېوانونو، استیناف او لومړنیو محکمو کې څه باندې ۱۰۶ زره دوسیې حل او فصل شوې دي
کابل، افغانستان: د سترې محکمې عالي شورا په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ۷۹ عادي او فوق العاده ناستو په جوړولو سره، ۵۹۴ تصویبونه، ۴۹۵ یادداشتونه او ۲۸۰ قضایي فیصلې صادرې کړې دي.
د قضاییه قوې د عمومي اداري آمریت سرپرست، قضاوتوال جاوید رشیدي، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې ملت ته د دولت د ځواب ویلو پروګرام کې ګډون کړی وو، زیاته کړه: د هېواد د امنیتي اودفاعي ځواکونو د شهیدانو وثیقو د ترتیب او برابرولو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول، د محکمو د وروستیو او قطعي احکامو له تطبیق څخه د څارنې لایحې تصویبول او په مدني، سوداګریزو او جزایي قضیو کې د محکمو د قطعي احکامو د تنفیذ د مهال وېش جدول تصویبول؛ د خلکو قانوني غوښتنو ته د پاملرنې په برخه کې د سترې محکمې د عالي شورا له مهمو تصویبونو څخه دي.
رشیدي وویل، چې د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې د سترې محکمې د دېوانونو په کچه ۱۴۵۷۲ دوسیې، د استیناف محکمو په کچه ۲۹۱۳۷ دوسیې او د مرکز او ولایتونو د لومړنیو محکمو په کچه ۶۲۳۳۶ دوسیې حل او فصل شوې دي. په ټولیزه توګه د هغو دوسیو شمېر چې رسېدنه ورته شوې ۱۰۶۰۴۵ دوسیې کېږي، چې له دې جملې ۹۱۶ دوسیې د اداري فساد په اړه د لومړنیو او استیناف محکمو د اجرااتو لرونکې، ۲۸۲ دوسیې د دولتي املاکو د غصب د قضیو په تړاو او د لومړنیو او استیناف محکمو په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۳۷ قضیې دي.
د قوانینو د تسوید په برخه کې د افغانستان د اساسي قانون د تفسیر قانون او اړوند مقررات او لایحې وروستۍ شوې او د قضایي کادر د حقوقو او امتیازاتو د قانون پر وروستي کېدو او د مدني محاکماتو د اصولو قانون پر طرحې کار روان دی. د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د عمومي ریاست لخوا د ۱۰ مقررو، طرزالعملونو، لایحو او لارښودونو کار وروستی شوی دی او پر ۱۰ نورو مقررو، طرزالعملونو او لارښودونو کار روان دی

د قضایي ستاژ یو دېرشمه دوره کې د متقاضیانو د جذبولو په موخه، په ټولیزه توګه د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو او دیني مدرسو ۹۵۲۰ تنه فارغانو په آنلاین ډول نوم لیکنه کړې چې آزموینه یې د آزموینو د ملي ادارې لخوا اخیستل شوې او ۶۰۰ تنه د لوړو نمرو لرونکي شارټ لېست شوي چې د هغوی د تقریري آزموینې د اخیستو لپاره اړین چمتوالي نیول شوي او ټاکل شوې ده، د تقریري امتحان پروسه د کب میاشتي تر وروستیو پورې پای ته ورسېږي.
له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د قضایي مراقبت ادارې لخوا د ۲ قاضیانو، د ۳ اداري کارکوونکو او محررانو، د ۲ مدافع وکیلانو او کمېشنکارانو په ګډون؛ ۶۵ تنه نیول شوي چې اوسمهال یې قضیې د عدلي تعقیب په بېلابېلو پړاوونو کې دي.
د قضا ۱۲ مجلې چې د حقوقي، قانوني، قضایي او فقهي مضامینو لرونکې وې، د میزان ۳۶ جریدې چې د کاري فعالیتونو او قضاییه قوې د راپورونو لرونکې وې او دغه راز په انګلیسي ژبه ۱۲ خبري بولټینونو چې د اصلاحاتو، له اداري فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې معلومات پکې وو، خپرې شوې دي.
د قضا پوهنې پروګرامونه په منظم ډول پر مخ وړل کېږي او د مالي کال په اوږدو کې له پلان سره سم له قضایی مسایلو څخه د پوهاوي په موخه ۲۴ تلویزیوني او ۴۸ راډیویي پروګرامونه، خپاره شوي دي.

د مطبوعاتی کنفرانسو ویدیو:
https://youtu.be/FFTORHmCWC8

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۷ - ۸:۵۲
Background image

سترې محکمې د عالي شورا خبر د وري۲۶مه، ۱۳۹۹

د سترې محکمې عالي شورا سه شنبه تر غرمې وړاندې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات، قانونپوه سیدیوسف حلیم تر مشرۍ لاندې غونډه ترسره کړه.
په غونډه کې لومړی د عالي شورا د پخوانۍ مصوبې او د. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۱۴:۲۵
Background image

ملت ته د حساب ورکولو په برنامه کی د ستری محکمی د فعالیتونو رپوټ

دوشنبه، د ۱۳۹۸ کال د کب ۱۲مه
د سترې محکمې په دېوانونو، استیناف او لومړنیو محکمو کې څه باندې ۱۰۶ زره دوسیې حل او فصل شوې دي
کابل، افغانستان: د سترې محکمې عالي شورا په ۱۳۹۸ مالي کال کې د. . .

جمعه ۱۳۹۷/۱۲/۲۴ - ۲۰:۳۳
Background image

د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالی قضیی د افغانستان قضاوت ویاند

په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي 7200 څخه زياتو قضيو پام کې نيول شوی

کابل، افغانستان: له 7246 اوس د ښځو، چې په لومړنیو محکمو، استيناف او غوښتنې پر وړاندې د. . .

بیا په خبرونو کی