قاضي القضات د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرامونو له مشرې سره وکتل

alisina
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۱۴:۲۷
1

نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم، له میرمن سارایوبوزور کوفا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو له سرپرستې او ارشد مرستیال سره په خپل دفتر کې ولیدل.

 په دغه کتنه کې لومړی میرمن سارایو د ټولنې د ستون فقرات په توګه د قانون د حاکمیت او د عدالت تامین مهم وګڼل، د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو د  همکارۍ ساحې یې شرح او زیاته یې کړله چې د شلو ډونرانو له لوري ملاتړ کیدونکی د (لټفا) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي دفتر یو تر ټولو لوی پروګرام دی او ددغه پروګرام کاري ساحه عدلي قضايي، له اداري فساد سره مبارزه او امنیت برخې رانغاړي چې په هره برخه کې یوه تخنیکي کمیټه شته ده او د هغو د عدلي او قضايي برخې د کمیټې د مشرۍ مسوولیت چې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ دا مشري په وروستیو کې له یو نړیوال ډونر څخه په غاړه اخیستې ده، د افغانستان اسلامي جمهوریت سترې محکمې ته سپارلې ده. میرمن سارایو هیله مندي وکړه چې ژر به د عدلي او قضايي کمیټې د سلا ورکولو غونډه تدویر او په دې برخه کې د قاضي القضات او سترې محکمې د رییس د نظر غوښتونکې شوله.

ورپسې قاضي القضات او د سترې محکمې رییس د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو په ځانګړې توګه په لټفا پروګرام کې د عدلي قضايي کمیټې د فعالیت په اړه د ښه راغلاست ترڅنګ، د هغو د کاري بهیر په اړه د نظرونو تبادله وکړله ویې ویل چې په ټوله کې د افغانستان قضايي سیستم د قضايي او اداري اصلاحاتو د تامین له کبله چې د عمل د پروګرام او ګڼو شاخصونو درلودونکی دی او هیله یې وکړه چې له رامنځته شوی فرصت د لټفا د عدلي او قضايي کمیټې له لارې او دغه شان د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو نورې مرستې وکولی شي د عمل  پروګرام د پلیتابه په برخه او په ټوله کې د هیواد د عدلي او قضايي بنسټونو د ستونزو د حل په برخه کې لازم امکانات چمتو کړي.

 

دواړو لوریو په دغه کتنه کې په نورو اړونده موضوعاتو هم خبرې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۴:۳۵
Background image

سترې محکمې عالي شورا د غونډې خبرپاڼه د لیندۍ۹مه، ۱۳۹۹


د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله اونیزه قضايي ناسته ترسره کړه.

په پيل کې د جزايي مسوولیت د عمومي مشدده. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

د هالند له نوي سفیر سره د قاضي القضات لیدنه

هالند له نوي سفیر سره د قاضي القضات لیدنه د سترې محکمې رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم نن تر غرمې مخکې په افغانستان کې د هالنډ هیواد له سفیرې میرمن سیسیلیا ویجرس سره وکتل. په. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۱۴:۲۷
Background image

قاضي القضات د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرامونو له مشرې سره وکتل

نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم، له میرمن سارایوبوزور کوفا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو له سرپرستې او ارشد مرستیال سره. . .

بیا په خبرونو کی