سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۳۹۹،د مرغومي۲۸مه

سترې محکمې عالي شورا نن سهار د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم تر مشرۍ لاندې خپله اونیزه قضايي ناسته ترسره کړه.
په غونډه کې لومړی د قضايي کادر د حقوقو او امتیازاتو اړونده چارو د تنظیم، د مسلکي ارتقا لپاره زمینه برابرول، د قضاتو د لیکوالۍ، او علمي او تحقیقاتي مهارتونو او پوهې لوړول او د قضايي، حقوقي او علمي نظام پیاوړتیا د قضایه قوې د تشکیل او واکونو د قانون د ۸۹او ۳۱مې مادو د احکامو په پام کې نیولو سره، د قضايي کادر د حقوق او امتیازاتو مسوده تر غور او بحث لاندې ونیوله او د بحث دوام یې د لا دقت په موخه راتلونکې قضايي جلسې ته وځنډاوه.
وروسته د عامه ملکیت په اړه د دولت د قضایاوو د لوی ریاست د تجدیدنظر یوه غوښتنه د دولت د قضایاوو د رییس، اړوند مدني څارنوال او د موکوله ادارې د رسمي استازي او د قضیې د طرف په حضور کې او دغه شان پر یوه قطعي او نهايي پریکړه باندې د شخص د تجدیدنظر غوښتنه تر غور او څیړنې لاندې ونیول شوه او د هرې مورد په اړه د مدني محاکماتو اصولو د قانون د ۴۸۳مې مادې له حکم سره تصامیم ونیول شول.
ورپسې د عادي او اقتضايي تفتیشونو د پایلو په پام کې نیولو سره، د تخار، کابل او هرات ولایتونو د استیناف محکمو اووه تنو قاضیانو ته د وثایقو په اجرا کې د قانوني تقییداتو د نه مراعت او یوه جزايي دعوا ته د نه رسیدهګۍ له کبله لازمې تادیبي جزاګانې ورکړل شوې.
د ناستې په دوام کې د کابل ولایت د استیناف محکمې د استهدا پر وړاندې د محاکمو د محصول له قانون سره سم د تجارتي پریکړو او د وثایقو صورت حال د تثبیت او د توقیف له ورځو څخه د رامنځته شوي جبران د خسارې دعوا ته د رسیده ګۍ د واکمنې محکمې د تشخیص په اړه او دغه شان د بلخ ولایت د استیناف محکمې استهدایه چې د یوې مدني پریکړې په تنفیذ کې د اشکال له کبله وه، او د فراه ولایت د استیناف محکمې استهدایه په وثایقو کې د الکترونیکي تذکرې د مشخصاتو درج کولو په اړه وه، د هیواد نافذه قوانینو د احکامو په استناد سره په هر مورد کې لازمې لارښونې ترسره شوې.
په دې سربیره، د لویه څارنوالۍ د غوښتنې له مخې یو شمیر جزايي دوسیې تبدیل او دغه شان جزايي متراکمو قضیو ته د رسیدهګۍ په موخه ۷۱ټوګه دوسیو ته قضايي رسیدهګي واک، د کابل، بلخ، فاریاب، سرپل، هلمند، پکتیا، کندوز، زابل، اروزګان او نمیروز ولایتونو استیناف محکمو ته تفویض کړل شو.