سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه د لړم ۲۰

alisina
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۰ - ۱۴:۲۶
1

 

د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د قاضي القضات او سترې محکمې د رییس قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ ناسته ترسره کړه. 

په غونډه کې لومړۍ جزایي قضایاوو ته د رسیده ګۍ د قواعدو سره سم چې د برائت الذمه، د قانون پر وړاندې د افرادو برابرښت، د جرم او جزا قانونیت، واکمنه محکمه، له جزا کود بهر د جرم او جزا د محدودې نه پراختیا، د جرم او جزا شخصي توب، د قانون له حکمونو څخه بې خبري، د جزایي کود د ۵ تر ۱۵ مادو له حکم سره سم د بشري کرامت او د بیاځلي محاکمې منع والی، چې د اتباعو د بنسټیزو حقوقو متضمن دی؛  له مواردو څخه عبارت دي بحث او خبرې وشوې او د عدلي _ قضایي ارګانونو بنسټونو پاملرنه یې سالم رعایت او تطبیق ته راوبلل شوه. 

ورپسې د سترې محکمې د نظامي منسوبینو د جرایمو د قضایاوو د رسیده ګۍ د دیوان پر وړاندیز د جزا کود د لومړۍ ضمیمې په نهمه ماده کې د تعدیل او ایزاد چې د نظامي منسوبینو د غفلت او بې پروایي د جرم انګارۍ په اړه و،  تصویب او لارښونه وشوه، چې اړونده مصوبه عدلیه وزارت ته ارجاع شي. 

ورپسې د اقتضایي تفتیش له راپورونو سره سم، د یو شمیر قاضیانو وظیفوي تیروتنې تر څیړنې لاندې ونیول شوې، د کابل د بګرام ولسوالۍ د یو تن پخواني قاضي ته د لازمې تادیبي مویدې د تجویز ترڅنګ، د پروان ولایت د سرخ پارسای ولسوالۍ د د خپلې تیروتنې په اړه د ابتدایه محکمې قاضي څرګندونې چې محاکماتي تشخیص کړل شوې وي، واوریدل شوې او د قضایه قوې د تشکیل او واک د قانون د ۹۱ مې مادې له لارښونې سره سم له دندې څخه د نوموړي قاضي انفصال تصویب، لارښونه وشوه چې د لا ډیرو څیړنو په موخه له قضا څخه د نوموړي انفصال او موثت عزل د ولسمشرۍ عالي مقام ته وړاندیز شي. 

دغه شان د طرفینو په حضور کې د شپږو مدني قضایاوو تجدیدنظر تر غور او څیړنې لاندې ونیول شو او په هر مورد کې د مدني محاکماتو د اصولو د قانون د ۴۸۲ مې مادې له حکم سره سم مقتضي تصامیم ونیول شول. 

په ورته وخت کې د لویه څارنوالۍ د غوښتنې پر اساس د اتو جزایي دوسیو تبدیلي تصویب او دغه شان د ۱۵ ټوکه جزایي دوسیو د رسیده ګۍ واک غزني، تخار، بغلان، کونړ، او بلخ ولایتونو د استیناف محکمو ته تفویض کړل شو. 

په نننۍ غونډه کې د جزایي اجراتو د قانون له حکمونو سره سم د یو شمیر جزایي دوسیو د رسیده ګۍ په اړه هم لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د ستري محکمي عالي شورا د غونډه

د ستري محکمي عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۱۲مه سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د(GIZ) قانون واکمنۍ پراختيا له مشر سره د قضائيه ځواک داداري عمومي آمريت سرپرست ليدنه

قضاوتپال  جاوید رشیدی  د قضائیه ځواک اداري عمومي آمریت سرپرست د چنګاښ په 23 مه له غرمې مخکی د خپل کار  په دفتر کې له ښاغلی برند میسر شمیت د جی آی زیډ پروژې له مشر سره  وکتل.
په دې کتنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د عالی شورا غونده جوره شول

سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۵مه د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي قضايي ناسته. . .

بیا په خبرونو کی