سترې محکمې د عالي شورا خبر د وري۲۶مه، ۱۳۹۹

humaira
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۷ - ۸:۵۲
شورا

د سترې محکمې عالي شورا سه شنبه تر غرمې وړاندې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات، قانونپوه سیدیوسف حلیم تر مشرۍ لاندې غونډه ترسره کړه.
په غونډه کې لومړی د عالي شورا د پخوانۍ مصوبې او د استیناف محاکمو د رییسانو د اجرااتو په اړوند، د کرونا ناروغۍ د پراختیا د مخنیوي په موخه، د تنفیذ د تاجیل او تحقیق د ځنډولو او د تورنو او محکومینو د کفالت باالمال په اړوند د محاکمو د حکمونو د پلیتابه د تاجیل په اړه د لویه څارنوالۍ وړاندیزونه، د جمهوري ر...یاست د عالي مقام د لومړۍ ګڼه فرمان د دریمې مادې له ۴مې فقرې سره سم، تر څيړنې او ارزونې لاندې ونیول او په دې اړوند د فرمان د چټک پلیتابه موخه، د محاکمو د سمو اجرااتو په اړه معلومات وړاندې او په ټینګار سره استیناف محاکمو ته لارښونه وشوه چې د لویه څارنوالۍ د وړاندیزونو په رارسیدو سره، د بالمال کفالت د اجرا په اړه لازم او چټک اجراات ترسره کړي.
ورپسې په ۱۳۹۸ کال کې د سترې محکمې د دیوانونو د کړنو په راپور بحث وشو. د راپورونو پر بنسټ، په تیر کال کې د عمومي جزا، عامه امنیت، د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د جرایمو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د تخلفاتو د قضیو د رسیده ګۍ او د نظامي جرایمو په برخه کې ټولټال ۱۱۲۵۰ ټوکه دوسیې او دغه شان په مدني، تجارتي او د سترې محکمې په تجارتي، مدني او عامه حقوقو په دیوانونو کې د قانونیت له اړخه د کښتنیو محاکمو له لوري په صادرو شویو پریکړو باندې، د دریو زرو په شاوخوا کې دوسیې څیړل شوې او په اړه یې لازم تصامیم نیول شويدي.
دغه شان د سترې محکمې د عالي شورا په غونډه کې، د جزايي اجرااتو قانون له حکمونو سره سم، یو شمیر جزايي دوسیو ته قضايي رسیده‌ګي وشوه او په اړوند یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۳۹۹، د اسد ۷مه

 

د سترې محکمې عالي شورا، نن تر غرمې وړاندې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله اونیزه غونډه ترسره کړه.

عالي شورا د غونډې له اجنډا سره سم، لومړی د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

د قضایه قوې له لوري د ملي بیرغ د ورځې لمانځنه

د زمري میاشتې د اوومې او د بیرغ ملي ورځې د لمانځنې په پار، نن سهار مهال د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د بیرغ ملي ورځ د سترې محکمې په چاپيریال کې ولمانځل شوه.

په دغو مراسمو کې چې د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۷ - ۸:۵۲
Background image

سترې محکمې د عالي شورا خبر د وري۲۶مه، ۱۳۹۹

د سترې محکمې عالي شورا سه شنبه تر غرمې وړاندې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات، قانونپوه سیدیوسف حلیم تر مشرۍ لاندې غونډه ترسره کړه.
په غونډه کې لومړی د عالي شورا د پخوانۍ مصوبې او د. . .

بیا په خبرونو کی