سترې محکمې د عالي شورا خبرپاڼه د وږي میاشت۱۱مه، ۱۳۹۹

alisina
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۱۵:۱۳
1

 

نن تر غرمې وړاندې د سترې محکمې د عالي شورا اونیزه غونډه د سترې محکمې د مشر او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ جوړه شوه.

د غونډې په پيل کې د قضايي تعلیماتو رییس دوکتور عبدالله عطایي، د قضايي ستاژ د یو دیرشمې دورې د ازموینې د پایته رسیدو په اړوند راپور وړاندې کړ. د راپور له مخې، په دغه پروسه کې ټولټال ۶۰۳ نارینه او ښځینه کسانو ګډون کړی و چې د تحریري ازموینې له مخې د تر ټولو لوړو نومرو په پایله کې غوره شوی وو، او د ازموینې پروسه د دولتي او نړیوالو بنسټونو د واکمنو استازو څخه د جوړې شوې څار د کمییټې له لوري څارل کیدله. ټاکل شوې ده چې د اړتیا وړ کسان به د دوی له ډلې د ترټولو لوړترینو نومرو په ترلاسه کولو سره د اړونده طرزالعمل په رعایت، د یودیرشم قضايي ستاژ لپاره جذب شي.

عالي شورا د راپور په اوریدو سره د چارو د تنظیم، د پایلو د اعلان او د ورپسې ګامونو د اوچتولو په اړه لازمې لارښونې اړونده مسوولینو ته وکړې.

ورپسې د کابل او بدخشان ولایتونو د استیناف محکمو له خوا د رارسیدلو استهدااتو په رابطه چې له میعاد پرته په تجارتي او مدني قضیو کې د ماشومانو د تجدیدنظرغوښټنې په اړه، د ماشومانو د سرپرستۍ د ټاکلو په اړه د دواکمنه محکمې تشخیص او د بانک تر تضمین لاندې د یو جایداد د نه پلورلو غوښتنه او د یاد جایداد له منافعو څخه د پور د ترلاسه کولو وړاندیز تر څیړنې او غور لاندې ونیول شول او د نافذه قوانینو په رڼا کې د هر یو په اړه لازمې لارښونې ترسره شوې.

د غونډې په دوام کې یو شمیر د جزایي دوسیو محکمو د تبدیلۍ غوښتنې هم رارسیدلې وې چې تر څيړنې لاندې ونیول شوې او د لویه څارنوالۍ په غوښتنه، د قضايي رسیده ګۍ واک یې د لغمان او نیمروز ولایتونو استیناف محکمو ته تفویض کړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۹:۱۱
Background image

سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۳۹۹،د مرغومي۲۸مه

سترې محکمې عالي شورا نن سهار د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم تر مشرۍ لاندې خپله اونیزه قضايي ناسته ترسره کړه.

په غونډه کې لومړی د قضايي کادر د حقوقو او. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۴:۴۷
Background image

سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه۱۳۹۹، د مرغومې۲۱مه

د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله اونیزه قضايي ناسته ترسره کړه.

په پيل کې د عالي شورا د غونډو د سکته‌ّګۍ د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۰:۳۴
Background image

د افغانستان اسلامي جمهوریت د قضائيه ځواک ۱۳۹۹ هجري لمریز مالي کال د اجرااتو لنډ راپور

بسم الله الرحمن الرحیم

د رسنیو مرکز قدرمند مسؤلین،د مطبوعاتو کورنۍ او د هیواد ټولو شریفو خلکوته !

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د تجویز په. . .

بیا په خبرونو کی