د(GIZ) قانون واکمنۍ پراختيا له مشر سره د قضائيه ځواک داداري عمومي آمريت سرپرست ليدنه

humaira
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۴:۵۴
25

قضاوتپال  جاوید رشیدی  د قضائیه ځواک اداري عمومي آمریت سرپرست د چنګاښ په 23 مه له غرمې مخکی د خپل کار  په دفتر کې له ښاغلی برند میسر شمیت د جی آی زیډ پروژې له مشر سره  وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي شمیت له قضائیه  ځواک سره  ددی دفتر د تیر او راتلونکو فعالیتونو او همکاریو په تړاو چې ډيری د ښځې پرعلیه  د تاوتریخوالی د منعی په هکله د روزنیزو پروګرامونو په باره کې متمرکزې وې خبری وکړې اود مرستو ددوام په نسبت  یې ژمنه وکړه .
بیا محترم رشیدی  له قضائیه ځواک سره ددی دفتر له مخکنیو مرستو څخه مننه  څرګنده کړه ود ښځې پرعلیه د تاوتریخوالی جرمونوته د رسیدګۍ محکمو  دعلني محاکماتو د تالارونو د سمبالښت په تړاو او په ټکنالوژیکی  وسایلو سره د بدخشان  ولایت داستیناف  محکمی دتجهیز په هکله دمرستو ددوام غوښتنه وکړه او وړاندیزیي وکړ تر څو د مرستو د لاغوره انسجام په خاطر ددواړو لوریو ترمینځ دهمغږۍ کمیټې جوړی شي . په پای کې د (GIZ) قانون واکمنۍ د پراختیا پروژې مشرله عدلي او قضايی سکتور سره دنوموړی دفتر دقانون واکمنۍ پروژو له همکارۍ څخه ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د ستري محکمي عالي شورا د غونډه

د ستري محکمي عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۱۲مه سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د(GIZ) قانون واکمنۍ پراختيا له مشر سره د قضائيه ځواک داداري عمومي آمريت سرپرست ليدنه

قضاوتپال  جاوید رشیدی  د قضائیه ځواک اداري عمومي آمریت سرپرست د چنګاښ په 23 مه له غرمې مخکی د خپل کار  په دفتر کې له ښاغلی برند میسر شمیت د جی آی زیډ پروژې له مشر سره  وکتل.
په دې کتنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د عالی شورا غونده جوره شول

سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۵مه د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي قضايي ناسته. . .

بیا په خبرونو کی