د هالند له نوي سفیر سره د قاضي القضات لیدنه

alisina
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۱۵:۴۵
۱

هالند له نوي سفیر سره د قاضي القضات لیدنه د سترې محکمې رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم نن تر غرمې مخکې په افغانستان کې د هالنډ هیواد له سفیرې میرمن سیسیلیا ویجرس سره وکتل. په دغه کتنه کې لومړی د هالنډ هیواد سفیرې د قانون، د قانون واکمنۍ او بشري حقوقو د تامین او د رسمي او نارسمي عدالت ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي باندې خبرې او په یادو برخو کې د خپل متبوع هیواد د همکاریو د څرګندولو ترڅنګ یې، هیله وکړه چې د افغانستان قضايي نظام او جوړښت په اړه معلومات ترلاسه او شریک کړي. ورپسې قاضي القضات میرمن سیسیلیاویجرس ته په افغانستان کې د هالنډ هیواد د سفیر په توګه نوې دندې مبارکي ورکړه او د افغانستان د قضايي سیستم او قانون، د قانون د واکمنۍ او عدالت او قضايي خپلواکۍ د ژمنتیا په اړه چې د امنیت او ټیکاو متضمن دی، خبرې اترې وکړې زیاته یې کړه چې د قضايي عدالت او قانون د واکمنۍ د پلیتابه بهیر د قضايي نظام له واجباتو څخه دی او ستره محکمه ژمنه ده چې د قضایه قوې د عمل برنامې په ملي لومړیتوبونو کې د شاملو پروګرامونو په پلیتابه او په جینوا نړیوال کنفرانس کې د افغان دولت ژمنتیاوو پر بنسټ لازم قضايي، اداري او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې لازمو سمونونو ته د قانون د واکمنۍ په موخه دوام ورکړي د ښو قضايي خدماتو د ارایې او عدالت ته د خلکو د اسانه لاسرسي لارې چارې چمتو او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه هالنډ له مرستو څخه چې د لټفا برنامه کې د عدلي او قضايي سکتور د برنامې همغږی‌کوونکی رول په غاړه لري، قدردانی او ښه راغلاست ووایه. په دغه کتنه کې دواړو لوریو د قضایه قوې د عمل برنامې د پلیتابه پر وړاندې د په مخ کې پرتو ګواښونو او ستونزو او د عدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ په اړیکو او همغږۍ، او دغه شان په ذیعلاقه موضوعاتو باندې خبرې اترې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د ستري محکمي عالي شورا د غونډه

د ستري محکمي عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۱۲مه سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د(GIZ) قانون واکمنۍ پراختيا له مشر سره د قضائيه ځواک داداري عمومي آمريت سرپرست ليدنه

قضاوتپال  جاوید رشیدی  د قضائیه ځواک اداري عمومي آمریت سرپرست د چنګاښ په 23 مه له غرمې مخکی د خپل کار  په دفتر کې له ښاغلی برند میسر شمیت د جی آی زیډ پروژې له مشر سره  وکتل.
په دې کتنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د عالی شورا غونده جوره شول

سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۵مه د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي قضايي ناسته. . .

بیا په خبرونو کی