د قضایه قوې له لوري د ملي بیرغ د ورځې لمانځنه

alisina
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۵:۳۷
1

د زمري میاشتې د اوومې او د بیرغ ملي ورځې د لمانځنې په پار، نن سهار مهال د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د بیرغ ملي ورځ د سترې محکمې په چاپيریال کې ولمانځل شوه.

په دغو مراسمو کې چې د سترې محکمې رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم، د سترې محکمې د عالي شورا غړو او مرکزي اداراتو رییسانو په کې ګډون درلود، لومړی د قضایه قوې قضاتو د ساتنې د عمومي قومندانۍ د تشریفاتو قطعې لازم تشریفات ترسره کړل او وروسته د سترې محکمې رییس او قاضي القضات، د هیواد ملي بیرغ چې زموږ د ولس د ملي او سیاسي هویت ښکارندوی دی، د سترې محکمې په چاپيریال کې پورته کړ او د خدای ج له درباره یې د ملي بیرغ عزت، په ګران هیواد کې د سولې، ثبات او سکون د ټینګښت لپاره د خدای ج دربار ته لاسونه لپه کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د ستري محکمي عالي شورا د غونډه

د ستري محکمي عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۱۲مه سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د(GIZ) قانون واکمنۍ پراختيا له مشر سره د قضائيه ځواک داداري عمومي آمريت سرپرست ليدنه

قضاوتپال  جاوید رشیدی  د قضائیه ځواک اداري عمومي آمریت سرپرست د چنګاښ په 23 مه له غرمې مخکی د خپل کار  په دفتر کې له ښاغلی برند میسر شمیت د جی آی زیډ پروژې له مشر سره  وکتل.
په دې کتنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د عالی شورا غونده جوره شول

سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۵مه د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي قضايي ناسته. . .

بیا په خبرونو کی