د قضائيه ځواک اداري عمومي آمريت سرپرست دملي انکشاف واحد دادارې له مسوولينو سره وکتل

humaira
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۰:۱۶
56

محترم قضاوتپال  جاوید رشیدی  د قضائیه ځواک اداري  عمومي آمریت  سرپرست  د غبرګولی په 31 مه نیټه په داسې حـال کې چې  مالی او اداري او د بشري  زیرمو عمومی رئیسان اود کابل استیناف محکمې رئیس حاضرؤ له محترمینو  حکمتیار فیضی دملی انکشاف  واحد د پلان او انسجام  رئیس، همایون فیضی ددارالامان  ددولتی ادارو د کامپلکس رئیس او احمد ذکي شکوري دنوموړی کامپلکس  تخنیکی  مرستیال  سره د سترې محکمې په مقر کې وکتل.
په غونډه  کې لومړی  د قضائیه ځواک اداري  عمومی آمریت سرپرست د ښاري  ابتدائیه محکمو اوولسوالیو ابتدائیه محکمو دودانیو جوړول  او هم د سترې محکمې  داداری کامپلکس  ودانۍ جوړول  دمهمو لومړیتوبونو له جملی څخه وګڼل  او زیاته یې کړه دجمهوري  ریاست دعالي مقام د9/2/1400نیټی د 436 می ګڼې حکم پر بنسټ دمالیی وزارت دستری محکمې دزیر بنایی پروژو د تطبیق  په موخه د اته سوه میلیونه افغانیو د انتقال  مکلفیت په غاړه  اخیستی دی چې دملي انکشاف واحد ادارې له لارې د اداري کامپلکس ودانۍ او د ښاري او ولسوالیو ودانیو دچارو د پیل لپاره په 1400 مالي کال کې لګول کیږي.
پیا دکامپلکس اداري عمومی رئیس او دکامپلکس تخنکی مرستیال دښاري او ولسوالیو محکمو دودانیو جوړولو د پروژو په تړاو حاضرینو ته پرزنټیشنونه وړاندې کړل او په کامپلکس بڼه د ودانیو د تطبیق د طرحی له ښیګڼو څخه یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه د کافي ځمکی دتدارک او تنظیم په غرض له اړوندو  ولایتونو او ښارجوړولو له وزارت سره همغږي کوی  او همدارنګه  دملی انکشاف واحد داداري د انسجام او پلان رئیس څرګنده کړه چې ډیر ژر د قضایي تعلیماتو ترمیماتو، امنیتی  او لوژستیکی تحکیماتو عملی کار هم پیل کیږی.
په پای کې دکابل استیناف دمحکمو، دستری محکمې د بشري زیرمو اومالي اواداري رئیسانو  د قضائیه ځواک د زیر بنایی  پروژو د تطبیق په هکله  خپلې نظریې څرګندې کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۴:۱۹
Background image

په ځينو محکمو کې اداري غونډې جوړې شوې

دخوست ولایت استیناف محکمې اداري غونډه 
په 20/3/1400نیټه د پنجشنبی په ورځ د خوست ولایت استیناف محکمې اداري غونډه د قضاوتیار فهیم الله (نیازی ) د استیناف محکمې رئیس په مشرۍ د استیناف. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۰:۱۶
Background image

د قضائيه ځواک اداري عمومي آمريت سرپرست دملي انکشاف واحد دادارې له مسوولينو سره وکتل

محترم قضاوتپال  جاوید رشیدی  د قضائیه ځواک اداري  عمومي آمریت  سرپرست  د غبرګولی په 31 مه نیټه په داسې حـال کې چې  مالی او اداري او د بشري  زیرمو عمومی رئیسان اود کابل استیناف محکمې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د سترې محکمې عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د غبرګولي ۲۵مه

 د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.

په پیل کې شورا د غور ولایت د لعل او سرجنګل. . .

بیا په خبرونو کی