د قاضی القضات پیغام

                                                                           

Supremecourt head

د ا.ا.ج دستری محکمی رئیس

(قانونپوه سید یوسف (حلیم

ډیروګرانوقاضیانو!

قضاپه ټولو بشری ټولنوله هغی جملی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی ځانګړی مقام لری اوخپل واکونه داساسی قانون، اودقضائیه ځواک دتشکیل اوصلاحیت قانون اونورو نافذه قوانینوسره سم عملی کوی .     

دقضائیه ځواک واکونه څرنګه چی د اساسی قانون په (121) مه ماده کی تسجیل شویدی عبارت دی له : له اساسی قانون سره د قوانینو، تقنینی  فرمانونو، بین الدول معاهد واوبین المللی میثاقونو دمطابقت څیړل دحکومت یا محاکمو په غوښتنه او دهغو تفسیر دقانون له حکمونو سره سم .                                                                

د افغانستان اساسی قانون هماغسی چی ټولو مطالعه کړی دی ، له هرڅه زیات د اتباعو په اساسی حقوقو اووجایبو ترکیزلری او څرنګه چی نورقوانین  داساسی قانون په رڼا کی تدوین اوتوشیح کیږی ، نو له مسئوولیت څخه ډکه دنده  یعنی له اساسی قانون سره د قوانینو او فرمانونو مطابقت دقضائیه ځواک  په اوږه ایښودل شویدی او په واقعیت کی قضائیه ځواک دقانون ساتندوی او په ټولنه کی دعدالت ښکارندوی ګڼل شوی دی .

په نننۍ نړۍ کې چی د اتباعو داساسی حقوقو رعایتول دافرادو داړیکو په تنظیمولوکی مهم مسایل تشکیلوی ، د قضائیه ځواک او دهیواد دمحکمو رول په دی لوری کی خورامهم اوڅرګند دی .

لکه څرنګه چی وموویل د اتباعو دحقوقو رعایتول اوغوښتنواو شخړو ته رسیده ګی اودهغوی حقوق بیرته ورکول دهیواد دمحکمو له خو را مهمو دندو څخه دی ، دا صحیح ده چی د هیواد اساسی قانون دارنګه درنه دنده د محکمو په غاړه ایښی ده خو مونږ به هغه  مهال د دی رسالت په ترسره کولوکی بریالی اوسوترڅوخلکو ته درښتینی خدمت کوونکی قضایی نظام په رامینځ ته کولوکی بریالی واوسو.

په دی لوری کی بریالیتوب په دی معنا دی ترڅومونږلومړی د قضائیه ځواک اړتیاوی درک کړو اودوړتیا ، ژمنی اوتخصص پربنسټ  دکادرونو دځای پرځای کولو بهیرته دوام ورکړو، دقاضیانو دمسلکی کچی دلوړولو په اړوند پاملرنه وکړو اوداسی زمینه مساعده کړو ترڅو قاضیان دهیواد دننه دلنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو له زده کړی وروسته ، د تخصصی ، تجربوی او کتنیزو( مشاهداتی) روزنو دترلاسه کولوپه موخه اومعاصرو قانون جوړولو، حقوقی او قضایی سیستمونو دمطالعی لپاره له هیواد څخه بهرته واستول شی او هغه تګلوری چی په همدی موخه غوره شوی دی له ځنډ پرته پرمخ ولاړشی .

مونږ باید دقضا او قضایی سپیڅلتیا د پرستیژاو اعتبار دساتنی په منظور  سالمی لیکی ولرو اود قضاپاکه لمن له هرډول ککړتیا څخه چی له اداری فساد او قضایی فساد څخه راولاړشوی وی وڅنډو اوکوښښ وکړو ترڅو داعتماد کچه اوعدالت ته دخلکو دلاسرسی اندازی ته پراختیا ورکړو او په قضایی وړسلوک سره د ټولوزړونه تسخیرکړو .

نن چی دقانون په حکم د قاضیانو دژوندانه اومعیشت د تامین او سوکالۍ په موخه  مناسب معاش په پام کی نیول شویدی ، دا وجیبه هم لرو ترڅو ښه کاروکړو اود اجراآتو په چټکولو سره، محکمی د (نن ولاړشه او سباراشه ) له رټلی دو داوعنعنی څخه وژغورو او قضایاو ته په عادلانه ، خپلواکه او ناپییلی توګه  رسیده ګی وکړو او دمتهمینواومظنونینو ټول اساسی حقوق چی په اساسی قانون اونوروشکلی قوانینو کی اټکل شویدی دهغوی دعواووته درسیده ګۍ په بهیر کی په جدی ټوګه په پام کی ونیسو، له شک پرته دمکافاتو اومجازاتو داصل رعایتول په هغو چی ښه کارکوی او هغوی چی اداری او قضایی فساد ته لیوالتیا لری ، مونږ خپلو موخوته لاپسی نږدی کوی .

د اساسی قانون په حکم دهیواد قضائیه ځواک دعدالت غوښتنی یوازینۍ مرجع ده اوهغه څه رعایتول چی یادونه تری وشوه ، په واقعیت کی دهغه مهم لومړیتوبونه تشکیلوی . مونږ دقضائیه ځواک منسوبین هغه مهال کولای شو د خدای (ج) رضا اود دولت او خلکواعتماد په لاس راوړو چی د خلکوپه وړاندی له حوصلی ، صبر اوله اخلاقو سره یوځای له مناسب چال چلند څخه کار واخلواودخلق الله پوری اړوندی چاری له سرګردانۍ پرته سرته ورسوو، ډاډه اوسی چی انسان د احسان تابع دی او د دعوی له خاوندانو سره به ستاسی غوره چال چلند دارنګه ارزښتناک وی که چیری دقضیی یوه خوا خپله دعوی وهم بایلی ، خو ستاسی دغوره چال چلند په خاطر به دقضا له تصمیم څخه ننګه اوملاتړوکړی .

قضائیه ځواک اوپه سرکی د ستری محکمی عالی شورا ان شاء الله دهلوځلو په شریکولو سره یوځل بیا دمادی ، تخنیکی او زیربنایی اړتیاوو اوهم د دی قضائیه ځواک دضرورتونو د درک کولو په موخه لازم مطالعات ترسره کړی او داصلاحی پروګرامونو دتامین او رښتیاینی په موخه به دقضائیه ځواک دراتلونکی ستراتیژۍ په لوری کی لازم ګامونه پورته کړی چی له شک پرته د لومړیتوبونو جمعبندی ، دستراتیژۍ تدوین او دقضایی نظام په وړاندی دچلنجونو اوننګونو درک کول به له مونږ سره د چارو په ښه پرمخ وړلوکی مرسته وکړی .

په پای کی یوځل بیا د قضائیه ځواک د ټولو منسوبینوپه استازیتوب د قضائیه ځواک د استقلالیت او د دی ځواک د مستقلانه اجراآتو په نسبت دجلالت مآب جمهور رئیس د ملاتړ له څرګندولوڅخه مننه کوم او دلوی څښتن (ج) له دربارڅخه ورته د عمرداوږد والی او دافغانستان رنځیدلو خلکواوهیواد ته دخدمت کولو په لوری کی دصالح عمل د توفیق استدعا کوم .

ومن الله التوفیق