د عالی شورا غونده جوره شول

humaira
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۲:۱۷
57

سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۵مه د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي قضايي ناسته ترسره کړه. شورا لومړی د جزا په ټاکلو کې د اصولو او قواعدو د رعایت په ټینګار سره، زیاته کړه چې محکمې دې د جزا په ټاکنه کې د جرم ماهیت او انګیزه، د ترسره شوي جرم ټولنیز او فردي زیان د ګواښ تناسب، شخصیت، د تورن سوابق او حالات او د جرم مخففه او مشدده حالات د جزا کود د ۲۰۸مادې حکم ته په پاملرنې، په جدي توګه په پام کې نیسي. ورپسې د افغانستان اسلامي جمهوریت د عالي مقام د حکم په اتکا، د محتوا او شکل له اړخه اته نوعه پاتې نورې وثیقې هم تر بیاکتنې لاندې راغللې او د نهايي سمونو او تکمیلاتو په راوستلو سربیره، لارښونه وشوه چې د چاپ او طبع په موخه دې اړونده مرجع ته واستول شي. ورپسې له اجنډا سره سم رارسیدلي استهداات تر بحث لاندې ونیول شول، د منقوضه فیصلو د محصول د مجرايي د نحوې په مواردو کې چې د طرفینو ترمنځ په اصلاح سره اختتام ورکړل شوی وي او د تجارتي اماکنو د تخلیې له قضایاوو څخه د محصول د اخیستو میکانیزم په اړه د نافذه قوانینو په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې او دغه شان تصمیم ونیول شو چې اړونده معضل د شهودو د کذب، د اهل خبره د نظر د کذب، او یا په تجدیدنظرغوښتنه پروسه کې د اسنادو د جعل د ادعاوو په اړه د عدلي اداراتو له لوري د عرایضو د اخیستو څخه په اجتناب، د عدلي او قضايي ارګانونو د همغږۍ عالي کمیټې ته راجع کړل شي. د غونډې په دوام په یو شمیر قضايي تیروتنو باندې هم کتنه وشوه او د عادي او اقتضايي تفتیشونو د راپورونو پایلو ته په کتو سره دووه تنو د هرات او غور ولایتونو د استیناف محکمو قاضیانو ته، د قضاتو د تیروتنو د رسیده ګۍ د طرز د مقررې له حکمونو سره سم لازمې تادیبي جزاګانې ورکړل شوې. دغه شان د مدني محاکماتو د اصولو د قانون د ۴۸۲مادې له حکم سره سم، د مدني تجدیدنظر یوه عریضې ته رسیده ګي وشوه او دغه شان په جزايي او مدني برخو کې یو شمیر د محکمو تبدیلیو عرایضو ته هم لازمه رسیده ګي ترسره شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د ستري محکمي عالي شورا د غونډه

د ستري محکمي عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۱۲مه سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د(GIZ) قانون واکمنۍ پراختيا له مشر سره د قضائيه ځواک داداري عمومي آمريت سرپرست ليدنه

قضاوتپال  جاوید رشیدی  د قضائیه ځواک اداري عمومي آمریت سرپرست د چنګاښ په 23 مه له غرمې مخکی د خپل کار  په دفتر کې له ښاغلی برند میسر شمیت د جی آی زیډ پروژې له مشر سره  وکتل.
په دې کتنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د عالی شورا غونده جوره شول

سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۵مه د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي قضايي ناسته. . .

بیا په خبرونو کی