د عالی شورا د غړو پیژندن پاڼه

 

 

د دوکتورعبدالملک کاموی دستری محکمی دغړی ژوندلیک

اودستری محکمی دعامه امنیت دیوان رئیس

 

 

دوکتورعبدالملک کاموی دمولوی عبدالعلی کاموی زوی د مولوی غلام نبی کاموی لمسی په 1347 هجری شمسی کال د ننګرهار ولایت د کامی په ولسوالی کی په یوه  علمی او روحانی کورنۍ کی زیږیدلی دی .

دلیسانس لوړی زده کړی یی دفقه او قانون په څانګه  کی په پاکستان کی د دعوت اوجهاد پوهنتون دشرعیاتو له پوهنځی څخه په اعلی درجه پای ته رسولی او بیا د لوړو زده کړو دترلاسه کولو لپاره جامعه الازهر ته تللی او خپلی زده کړی یی  دماستری او دوکتورا ترکچی پوری دفقه او قانون په څانګه کی دجامعه الازهر شریف دشرعیاتو  او قانون له پوهنځی څخه دمصر په عربی جمهوریت کی بشپړی کړی دی . د موقت حکومت په جوړیدو سره دعدلیی دمحترم وزارت دغوښتنی له مخی دعدلیه وزیر دسلاکارپه حیث  وټاکل شو او بیا د اساسی قانون کمیسیون د دارالانشا دمعاون او داساسی قانون دتصویب د لویی جرګی د رئیس  دحقوقی سلاکار په حیث دنده ترسره کوله .

ورپسی د ټاکنو دګډکمیسیون دحقوقی سلاکار او دجمهوری ریاست د ټاکنو دکاندیدانو ددفتر دمسئول په حیث وټاکل شو او په 1383 هـ ش کال کی د دولت دلزوم دیدپربنسټ دقضائیه ځواک دعمومی اداری آمر په حیث وټاکل شو د بیا په ۱۳۹۱ کال کی دجمهوری ریاست دعالی مقام له لوری دستری محکمی دغری به صفت وراندیز شو او دولسی جرګی له رآی اخیستلو وروسته په دی سمت کی یی دتقرر ویار ترلاسه کر او د۱۳۹۲ کال در تلی به میاشت کی دستری محکمی دعامه امنیت دیوان درئیس په توگه مقرر شو محترم دوکتور کاموی قضا په مسلک منسلک دی او د قضاوتپوه  دقضایی کادرد درجی درلودونکی دی .

 نوموړی په بیلابیلو فقهی او حقوقی مسایلو کی له 15 څخه زیات  علمی اثارتدوین او تالیف کړی دی چی له هغی جملی کولای شو له لاندنیو آثاروڅخه یادونه وکړو :

1-استرداد او دهغه اثر د معاملاتو په عقودوکی .

2 – په مدنی قضایاوو کی له عقد څخه راولاړشوی مسئولیت .

3- مضاربت او په اسلامی بانکوالی کی دهغه تطبیق

4- دسلم دعقد معاصر تطبیقات .

5- دتقسیط دبیعی فقهی ضوابط .

6-اجتهاد دفقهی له لید ګوتی څخه .

7- درهن عقد .

8- دافغانستان دخصوصی بین الملل حقوقو دکتاب تدوین .

سربیره پردی په لسګونه مقالی او علمی اوحقوقی مضامین چی ډیری یی دهیواد دننه او له هیواد څخه بهر په مجلو کی چاپ شویدی .

همدارنګه د دوکتور کاموی ونډه ( دقضائیه ځواک پنځه کلن فعالیتونه او بریاوی ) په قضائیه  یه ځواک کی د اداری له اصلاح او له اداری فساد سره دمبارزی یوانځور) او ( دمصراو افغانستان  قضایی مرستو ته یوه کتنه ) ترعنوانونو لاندی اثارو په تدوین کی هم دیادولووړ ده په همدی ترتیب یی دجرمنی ، هالنډ، ترکمنستان ، فرانسی ، اسپانیا، ایټالیا، ایرلیند ، اومصر په هیواد ونو کی له لسوڅخه په زیاتو حقوقی نړیوالو کنفرانسونو کی ګډون کړی دی او په دری ، پښتو ، عربی او انګلیسی ژبوباندی لیکل او خبری کولای شی .

 

دپوهنوال عبدالقادرعدالتخواه

دستری محکمی دعالی شورا

دغړی ژوند لیک

پوهنوال عبدالقادر عدالتخواه دخوش محمد زوی په 1333هـ ش کال دکندز ولایت دحضرت امام صاحب  ددلشاد  په کلی کی زیږیدلی او ابتدائیه دوره یی د نوموړی ولسوالۍ دغرو په ښوونځی کی تیره کړه ، په1356 هـ ش کال دکندز له تخارستان مدرسی څخه په اعلی درجه فارغ او دکانکور آزموینی له تیرولو وروسته یی خپلی زده کړی د کابل پوهنتون دشرعیاتو په پوهنځی کی پیل اوبیایی خپله ماستری دحقوقو پوهنځی د قضایی او څارنوالۍ په څانګه کی په ممتازی درجی ترلاسه کړه اود ټولو اکاډمیکو معیارونو په پام کی نیولو سره یی په 1362 هـ ش  کال د کابل پوهنتون دحقوقو اوسیاسی علومو پوهنځی دخصوصی حقوقو دیپارتمنت دعلمی کدر دغړیتوب ویاړ په لاس راوړاو له دیرشوکلونو څخه د زیاتی مودی په بهیر کی دبیلابیلو حقوقی مضامینو په تدریس لکه : د وجایبو حقوق ، دفامیل حقوق، عینی حقوق ، معاصر حقوقی ستر سیستمونه ، دمیراث حقوق، داسلام دحقوقو بنسټونه ، دحقوقو مبادی ، دجزا حقوق لاس پوری کړی دی . سربیره پردی د مدنی حقوقو مضمون یی دشرعیاتو په پوهنځی او دحقوقو مبادی مضمون یی د کابل پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځی دبشرد حقوقو مضامین او د حقوقو دتحصیل دطرز قانون یی دعدلیی  وزارت دکارکوونکو په کورسونو کی تدریس کړی دی . همدارنګه دستری محکمی د قضایی ستاژ په کورس کی دحقوقو دتحصیل دطرز قانون تدریس په غاړه درلود او داساسی قانون اولویو جرګو اود افغان حقوقپوهوښځو ټولنی په موسسه کی د مدافع وکیلانو په کورسونو  کی دمدنی حقوقو ترینر هم ؤ .

عدالتخواه د استاذۍ د دندی ترڅنګ په 1368 هـ ش  کال په (3) بست کی کابل  پوهنتون داستادانو عمومی مدیریت په غاړه درلود او په 1373 هـ ش کال کی یی دکابل پوهنتون  دمحصلانو دعمومی مدیر په توګه دنده ترسره کړی ده . د1371 هـ ش  څخه تر1375 هـ ش پوری یی حقوقو پوهنځی دخصوصی حقوقو د دیپارتمنت آمریت په غاړه درلود او په 1377-1380 هـ  ش کلونو کی یی دمدافع وکیل په صفت د دفاع وکالت په شغل لاس پوری کړی دی .

نوموړی د کندز ولایت د خلکو منتخب استازی په اضطراری او د اساسی قانون دتصویب په لویو جرګو او د اساسی قانون دتصویب د لویی جرګی د لومړۍ کمیټی منتخب منشی هم ؤ . د انتقالی حکومت په دوران کی د 1380 هـ ش له وروستیو وختونو څخه د 1381 هـ ش  کال د زمری میاشتی ترپایه په (2) بست کی دکندز ولایت دحقوقو ریاست په غاړه واخیست او بیا په لومړی بست کی دعلمی کدر دټولو حقوقو او امتیازاتو په ساتلو سره د کابل ولایت دحقوقو رئیس  په توګه وټاکل شو او د1384 هـ ش کال په لومړیو کی یی تبدیلا ٌ په فوق رتبه بست کی د عدلیی وزارت دحقوقو عمومی رئیس په توګه دنده ترسره کړه .

عدالتخواه  د افغانستان اسلامی جمهوریت دعالی مقام د 5/4/1386 نیټی د 1917 نمبرحکم پر بنسټ  دعلمی کدر دحقوقو او امتیازاتو په ساتنه په مافوق رتبه بست کی دعدلیی وزارت داداری معین په توګه وټاکل شو او دی دندی ته یی تر19/3/1389 نیټی پوری ادامه ورکړه . بیا د افغانستان اسلامی جمهوریت د ریاست محترم مقام له خوا داساسی قانون پرتطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون دغړیتوب دترلاسه کولو په موخه دملی شورا ولسی جرګی ته معرفی شو او دولسی جرګی دحاضروغړیو دتائیدی رایی تراخیستلو وروسته اعتبار له 19/3/1389 نیټی څخه د اساسی قانون پرتطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون دغړیتوب ویاړپه لاس راوړ او د افغانستان اسلامی جمهوری ریاست مقام د4/5/1389 نیټی د(52) فرمان په ذریعه عملا ٌ په خارج رتبه بست کی دعلمی کدر په ساتلوسره وټاکل شو او دمستقیمی او پټی رآی اخیستنی پربنسټ درآیو په اتفاق دنوموړی کمیسیون د مرستیال په توګه غوره شو او په پای کی دجمهوری ریاست د عالی مقام له لوری د ستری محکمی دغړی په حیث نوماند او دملی شورا ولسی جرګی ته معرفی شو او دتائیدی رآی له اخیستلو وروسته د افغانستان اسلامی جمهوری ریاست د 11/10/1392 نیټی د(108) می ګڼی فرمان له مخی په خارج رتبه بست کی دعلمی کدر په ساتلو دستری محکمی دغړی په توګه وټاکل شو .

عدالتخواه دعدلیی وزارت د ( آګاهی  حقوقی ) خپرونی مؤسس او لومړنی مسئوول چلوونکی ؤ او په عین حال کی د اساسی قانون مجلی مسئوول چلوونکی او دعدلیی وزارت دخپرونی ارګان عدالت مجلی دلیک پلاوی غړیتوب هم په غاړه درلود .

اوس دقضا مجلی د لیک پلاوی غړی دی . نوموړی سربیره پردی خپلی دندی په بیلابیلو کمیسیونونو کی درئیس او یا غړی په حیث  پرمخ وړی دی . د بیلګی په توګه دجمهوری ریاست د 3/11/1391 نیټی د (6672) حکم پربنسټ یی د افغانستان په زندانونو کی دځورونی او ناوړه چال چلند  په اړوند  د حقیقت موندنی پلاوی مشری په غاړه درلوده او دمحبوسینو او زندانیانو دستونزی دحل په هکله د پلاوی ټول وړاندیزونه دجمهوری ریاست د27/11/1391 نیټی د (129) فرمان په ذریعه د تائید وړوګرځیدل .

نوموړی په دری ، پښتو او ازبیکی ژبو بشپړ  مسلط دی او له عربی ژبی سره پوره بلدیت لری او په روسی او انګلیسی ژبوهم بلدیت لری . په بیلا بیلو مناسبتونو کی یی سعودی عربستان ، دمصر عربی جمهوریت ، اندونیزیا ، ترکیی ، تاجکستان  ، ترکمنستان ، ازبکستان ، قزاقستان ، پاکستان ، بنګله دیش ، سریلانکا ، هندوستان ، استرالیا ، دامریکا  متحده ایالتونو ، ایټالیا ، فلیپین ، اتریش ، بلجیم ، فرانسی ، المان او روسیی هیوادونو ته سفرونه درلودلی دی .

له نوموړی څخه تراوسه پوری له (55) څخه زیاتی علمی – تحقیقی مقالی په کورنیو معتبر ومجلو لکه د کابل پوهنتون د اجتماعی علوم مجله ،  دکابل پوهنتون پوهنیزه مجله ، عدالت مجله ، اګاهی حقوقی خپرونه ، تبیان ، آریانا ،  دشرعیات مجله ، حقوق مجله ، قضامجله ، دحقوق او اجتماع مجله ، دملیت های برادرمجله او نورو کی خپری شوی دی .

د پوهندوی عبدالقادر عدالتخواه چاپ شوی مقالی او  تالیفات .

  1. تالیف کتاب درسی تحت عنوان حقوق فامیل برای محصلین پوهنحی های حقوق پوهنتون های افغانستان در دو جلد (جلد اول مشتمل بر 240 صفحه و جلد دوم حاوی 271 صفحه) برای دو سمستر، به منظور ترفیع به رتبه علمی پوهنوالی، انتشارات بین المللی سعادت، سال 1396.
  2. معرفت عمومی راجع به ازدواج. قضا، ارگان نشراتی ستره محکمه، دلو، سال 1395.
  3. منابع حقوق فامیل. قضا، ارگان نشراتی ستره محکمه، جدی، سال 1395.
  4. تعریف حقوق فامیل. قضا، ارگان نشراتی ستره محکمه، قوس، سال 1395.
  5. تحولات تاریخی فامیل در جوامع مختلف. قضا، ارگان نشراتی ستره محکمه، عقرب، سال 1395.
  6. تعریف فامیل و اهمیت آن. قضا، ارگان نشراتی ستره محکمه، میزان، سال 1395.
  7. بررسی انواع نفقۀ زوجه در مذاهب اهل سنت. بخش دوم، شرعیات مجلۀ علمی-تحقیقی پوهنځی شرعیات، شمارۀ (12) سال 1394.
  8. بررسی انواع نفقۀ زوجه در مذاهب اهل سنت. بخش اول، شرعیات مجلۀ علمی-تحقیقی پوهنځی شرعیات، شمارۀ (11) سال 1393.
  9. بررسی نقش زن در خانواده و اجتماع. دکابل پوهنتون پوهنیزه مجله، دریمه گنه، سال 1391 .
  10. مراجع تفسیر قوانین. مجلۀ قانون اساسی، نشریۀ علمی -تخصصی وتحقیقی کمیسیون مستقل نظارت برتطبیق  قانون اساسی، سال اول، شمارۀ اول، سال 1391.
  11. رعایت قسم در حالت تعدد زوجات. قسمت اول، تبیان مجلۀ علمی- تحقیقی اکادمی علوم ، شمارۀ 33 سال 1391 .
  12. رعایت قسم در حالت تعدد زوجات. قسمت دوم، تبیان مجلۀ علمی- تحقیقی اکادمی علوم ، شمارۀ 34 سال 1391.
  13. مراجع تفسیر قوانین. آریانا مجلۀ علمی- تحقیقی اکادمی علوم، شمارۀ دوم، سال 1390.
  14. منطق مشروعیت نفقۀ زوجه و دلایل وجوب آن.  شرعیات مجلۀ علمی- تحقیقی پوهنځی شرعیات، شماره های چهارم، پنجم وششم، دور دوم، جدی- حوت،سال 1390.
  15. رعایت قسم در حالت تعدد زوجات. مجلۀ حقوق نشریۀ علمی- تحقیقی پوهنځی حقوق و علوم سیاسی، شمارۀ چهارم،دوردوم،شمارۀ اول، سال 1390.
  16. رعایت قسم در حالت تعدد زوجات.  مجلۀ عدالت ارگان نشراتی تخصصی- حقوقی و فرهنگی وزارت عدلیه، شمارۀ مسلسل 96 ، سال دوازدهم، دلو، سال 1389 .
  17. نقش زن در خانواده و اجتماع. مجلۀ عدالت، شمارۀ مسلسل (86) حمل سال 1389.
  18. انصراف از نامزدی و اثرات حقوقی آن.  ماهنامۀ اگاهی حقوقی، مجموعۀ مقالات منتشر شده، سال 1387 .
  19. حق مهر زوجه. ماهنامۀ اگاهی حقوقی. مجموعۀ مقالات منتشر شده،سال  1387.
  20. حقوقی مالی زوجه. ماهنامۀ اگاهی حقوقی، مجموعۀ مقالات منتشر شده،سال 1387.
  21. سیری بر مراحل انفاذ قوانین. ماهنامۀ اگاهی حقوقی، مجموعۀ مقالات منتشر شده،سال 1387 .
  22. الغای قوانین چگونه صورت میگیرد؟. ماهنامۀ اگاهی حقوقی، مجموۀ مقالات منتشر شده،سال 1387 .
  23. عدم رجعت قانون به ماقبل. ماهنامۀ اگاهی حقوقی، مجموعۀ مقالات منتشر شده،سال 1387 .
  24. عدم رجعت قوانین به ماقبل. ماهنامۀ اگاهی حقوقی، مجموعۀ مقالات منتشر شده،سال 1387 .
  25. محارم از دیدگاه شرع و قوانین وضعی کشور. ماهنامۀ اگاهی حقوقی، مجموعۀ مقالات منتشر شده،سال 1387.
  26. واژه ها و اصطلاحات حقوقی. ماهنامۀ اگاهی حقوقی، مجموعۀ مقالات منتشر شده،سال 1387 .
  27. اهمیت صلح از دیدگاه اسلام. ماهنامۀ اگاهی حقوقی، مجموعۀ مقالات منتشر شده،سال 1387 .
  28. بازنگری قانون طرز تحصیل حقوق. موانع موجود و راه حل ها، ماهنامۀ اگاهی حقوقی، مجموعۀ مقالات منتشر شده،سال 1386 .
  29. برخورد نیک شوهر بازوجه. ماهنامۀ اگاهی حقوقی، مجموعۀ مقالات منتشر شده،سال 1386 .
  30. حق نفقة زوجه بر زوج. ماهنامۀ اگاهی حقوقی، مجموعۀ مقالات منتشر شده،سال 1386.
  31. بررسی مشکلات محبوسین و توقیف شدگان. مجلۀ عدالت ارگان نشراتی تخصصی- حقوقی وفرهنگی وزارت عدلیه، شمارۀ مسلسل 56، سال نهم، میزان، سال 1386 .
  32. حقوق بشر و چگونگی رعایت آن در افغانستان. مجلۀ عدالت نشریة  تخصصی- حقوقی وفرهنگی وزارت عدلیه، سال هشتم، شمارۀ مسلسل 47، جدی، سال 1385 .
  33. پرنسیب عدم رجعت قانون به ما قبل در قوانین مدنی. مجلۀ عدالت نشریة  تخصصی- حقوقی وفرهنگی وزارت عدلیه، سال هشتم، شمارۀ مسلسل 44، میزان، سال 1385 .
  34. اختلاف زن و شوهر در مورد مهر و طرق حل آن. مجلۀ عدالت، شمارۀ (41) سال 1385.
  35. اختلاف زن و شوهر در مورد مهر و طرق حل آن. مجلۀ حقوق، نشریه پوهنحی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون کابل، شمارۀ دوم،سال 1385 .
  36. اختلاف زن و شوهر در بارۀ مهر و طرق حل آن. مجلۀ حقوق، نشریۀ پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون کابل، شمارۀ دوم، سال 1385.
  37. وجیبۀ شوهر در مورد تأدیۀ مهر زوجه(1). مجلۀ عدالت ، شماره های(36-37) سال1384 .
  38. تعدد زوجات. مجلۀ حقوق نشریۀ پوهنحئی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون کابل، شمارۀ (اول) سال 1384.
  39. نظریات مخالفین و موافقین تعدد زوجات. مجلۀ عدالت ، سال هفتم، شمارۀ مسلسل 31، سنبلة، سال 1384 .
  40. چگونگی حل وفصل منازعات فیمابین افراد. مجلۀ عدالت ، سال هفتم، شمارۀ مسلسل 28، جوزای، سال 1384.
  41. دلایل عقلی ونقلی مشروعیت مهر. مجلۀ عدالت ، شمارۀ مسلسل 26، حمل، سال 1384.
  42. استرداد استقلال کشور. مجلۀ عدالت ، سال دوم، شمارۀ سوم، جوزا، سال 1382 .
  43. مراحل قانونگذاری(مراحل تسوید، تصویب، توشیح، انتشار وسپری شدن مدت معین بعداز نشر).مجلۀ  عدالت ، سال دوم، شمارۀ دوم، ثور، سال 1382 .
  44. مراجع ذیصلاح تفسیر قوانین (تفسیر قانونی، تفسیر قضائی و تفسیر شخصی). مجلۀ عدالت ، شمارۀ اول، سال دوم، حمل، سال 1382.
  45. مقدار مهر درفقه اسلامی. مجلۀ قضاء ارگان نشراتی ستره محکمه، شماره های (1-2) سال 1381.
  46. طرق و شیوه های تفسیر قوانین جزائی (تفسیر مضیق، تفسیر قضائی و تفسیر شخصی). مجلۀ عدالت، شمارۀ اول، جدی، دلو و حوت، سال 1381.
  47. محرمات مؤبد در عقد ازدواج. مجلۀ علوم اجتماعی پوهنتون کابل، شمارۀ (1) ،سال1374.
  48. حقوق زوجه در برابر شوهر. اثر ترفیع برتبة علمی پوهندوئی، پوهنتون کابل، سال1374.
  49. محرمات نسبی و سببی. مجلۀ قضاء ارگان نشراتی ستره محکمه، شماره های(1- 2)، سال 1374.
  50. محرمات رضاعی. مجلۀ قضاء ارگان نشراتی ستره محکمه، شماره های(3- 4)، سال 1374.
  51. طرق و شیوه های تفسیر قوانین مدنی (تفسیر ادبی و منطقی قوانین مدنی). قسمت اول، مجلۀ حقوق و اجتماع، شمارۀ (2)، سال 1373.
  52. طرق و شیوه های تفسیر قوانین مدنی (تفسیر تاریخی و تفسیر وسیع قوانین مدنی). قسمت دوم، مجلۀ حقوق و اجتماع شمارۀ (3- 4)،سال1373.
  53. تطبیق قانون از لحاظ زمان. اثر ترفیع برتبۀ علمی پوهنملی،پوهنتون کابل سال 1369 .
  54. علی شیرنوائی نینگ اجتماعی – سیاسی قرش له ری. مجلۀ ملیت های برادر، سال 1364(به زبان ازبکی)
  55. تیزس ماستری   A system and Basic principles of civil Law of  DRA 1983معادل 1362

 

دستری محکمه دعالی شورادغړی

قضاوتپوه عبدالحسیب (احدی ) لڼد ژوندلیک

 

دستری محکمی دعالی شورادغړی

قضاوتوال عبدالحسیب (احدی ) لڼد ژوندلیک

قضاوتوال عبدالحسیب (احدی ) دعبدالاحد زوی په 1348هجری شمسی کال کی زیږیدلی ، کابل ولایت، دامام ابوحنیفه (رح) دعالی مدرسی فارغ ، دکابل پوهنتون دشرعیاتو پوهنځی دفقه اوقانون دد یپارتمنت لیسانس ، دقضایی ستاژ دکورس فارغ ، د(IDLO) قضایی کورس او دسیدا قضايی کورس.

کادری درجه : قضاوتپوه .

کاری سوابق :

۱ - له1369 کال څخه تر1373 پوری د لومړۍ ناحیی محکمی محرر او دکابل شکردری محکمی محرر .

۲ - له 1374 کال څخه تر1375 پوری دقضایی ستاژکورس دنولسمی دوری ستاژیراودکابل دشکردری په محکمه کی محرر .

۳ - په 1376 کال کی دستری محکمی دتدقیق اومطالعاتو ریاست دقضایی احصائیی مسلکی غړی .

۴ - په1377 کال کی دسمنګان مرافعه محکمی دمدنی اوعامه حقوقو دیوان قضایی غړی .

۵ - په 1387 کال کی دسمنګان مرافعه محکمی د اسنادو اوسوداګریزونخښو دثبت آمر.

 ۶ - له 1379 کال څخه تر1384 کال پوری دمیدان وردک په ښاری ابتدائیه محکمو، دڅلورمی ناحیی ابتدائیه محکمی ، اتمی ناحیی ، لسمی ناحیی ، د کابل ښارد دریمی ناحیی د قضایی غړی په صفت او دکابل مرافعه محکمی د عامه امنیت دیوان قضایی غړی .

۷ – په 1385 کال کی دکابل دشپږمی ناحیی محکمی رئیس .

۸ – په 1386 کال کی د کابل ښارد دریمی حوزی ابتدائیه محکمی دمدنی دیوان غړی .

۹ – په 1387 کال کی دکابل ولایت پغمان ولسوالۍ دابتدائیه محکمی رئیس .

۱۰ –   له 1388  کال تر 1390 کال کی د کابل استیناف محکمی عامه امنیت دیوان ریاست سرپرست .

۱۱ - له 1391کال څخه تر1393 پوری دمیدان وردک د استیناف محکمی رئیس ، دکابل بانک استیناف محکمی قضایی غړی ، د قضا ستاژ په کورس کی په مدنی دعوی کی داثبات وسایل مضمون اوجزا قانون استاد ، په جزایی قضایاوو کی د اثبات دلایل مضمون ترینر، دقاضیانو دظرفیت لوړولو ورکشاپ .

۱۲ –  له 1393 کال څخه تر1394سلواغه د ستری محکمی دعالی شورا د دارالانشا رئیس.

۱۳ –  له 10/10 / 1394  نه تر اوسه پورې، د قضاء عالي شورا غړی اودتجارتی دیوان رئیس .

 

له هیواد څخه بهررسمی سفرونه .

داطریش او رومانیا هیواد وته د تروریزم پرضد مبارزی ترعنوان لاندی ورکشاپ کی دګډون لپاره – د مصر عربی جمهوریت ته د قضایی ظرفیت لوړولو په ورکشاپ کی دګډون لپاره ، اوپه هندوستان کی د آسیا په جنوب کی د ژوند د چاپریال په باره کی په سمینارکی گدون ، دجنوبی کوریا له محکموڅخه لیدنه اود افغانستان اوجنوبی کوریا دقضایی سیستم په اړوند دتجربوتبادله .

 مکافات :

د افغانستان داسلامی جمهوریت دولت دریاست له محترم مقام ځخه دوه څلی د لمرړی درجی د تقدیرنامی د افغانستان اسلامی جمهوریت ستری محکمی له عالی مقام څخه دری ځلی د دوهمی درجی تقدیرنامی ، یوځل د دریمی درجی تقدیر نامی او تحسین نامی ترلاسه کول .

 

دستری محکمی دعالی شورادغړی

قضاوتپوه محمد زمان (سنگری) لڼد ژوندلیک

محترم  قضاوتپوه محمد زمان سنګری دسنګرخان زوۍ په 1333 هـ  ش  کال کې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کی زیږیدلی دی .

د ننګرهار ولایت د نجم المدارس  د12 ټولګی له فراغت څخه وروسته  خپلی لوړی زده کړی  یې دکابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی د فقهی  او قانون په برخه کې سرته رسولی دی .

 او په 1362 هـ  ش کال کې دقضایی ستاژ دکورس دسرته رسولونه وروسته د قضاء دمسلک سره یوځاۍ شوی دی .

محترم سنګری دخپلی دندی دسرته رسولو په مهال بالترتیب  دکابل ښار د ناحیو د محکمو د قاضی ،  دکابل ولایت  ولایت دجزا  دیوان د رئیس او دمحکمی د رئیس د معاون په حیث .

د مدنی او حقوق عامه دیوان د مستشار او دستری محکمې د عمومي جزا  دمستشار په حیث.

د نشه ایی  توکو سره د مبارزی د استیناف د محکمي د رئیس په حیث .

د ستری محکمی د قضایی تفتیش د رئیس په حیث .

او په پای کې د نشه اي توکو سره د مبارزی د لومړنۍ محکمی د رئیس په حیث  دندی سرته رسولی دی .

او اوس مهال د ستری محکمې دعالی شورا دغړی په حیث  ټاکل شوی دی .

محترم سنګری په قضایی سیمینارونو او کانفرانسونو کې دګډون په موخه  دامریکا، انګلستان ، مصر، هند ، ترکیي ،  تاجکستان ، او فرانسی هیوادونو ته سفرونه کړی دی .

په دری او پښتو ژبو تسلط لری او دعربی او انګلسی ژبو سره هم آشنایی لری .