د سترې محکمې عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د غبرګولي ۲۵مه

humaira
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۱۹
11111

 د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.

په پیل کې شورا د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د غړي قاضي ګل احمد رضايي د شهادت له کبله چې تیره ورځ د یو ترهګریز برید په پایله کې په شهادت ورسید، او دغه شان د سترې محکمې د پخواني قضايي مستشار قضاوتپوه عبدالبصیر عصیان د مړینې له کبله د تسلیت او همدردۍ د څرګندولو ترڅنګ، مړو شویو ته د خدای تعالی له درباره د فردوس جنت او کورنیو ته یې د صبر او استقامت دعا او غوښتنه وکړه. وروسته د جزا کود د اصلي، تبعي او تکمیلي جزاګانو په نوعیت او موخو باندې بحث ترسره شو او د یاد کود د ۱۳۵مې مادې له حکم سره سم روښانه شوه چې د انساني کرامت مخالف، سپکاوي او توهین څخه د ډکو جزاګانو تعین او پلي کول جواز نه لري. او محکمې اړ دي چې د جرم او جزا د تناسب په رعایت سربیره، د عادلانه محکمې اصول او د قانون احکام په پوره توګه مراعت کړي. ورپسې په داسې حال کې چې د لویه څارنوالۍ د قضايي تعقیب مرستیال، اړونده څارانوالانو، د جزایي محکومینو مدافع وکیلان او خپلوانو حضور درلود، د قتل او جنسي تیری اړونده دوه د جزایي قضایاوو تجدید نظر غوښتنې د جزایي اجرااتو قانون د ۲۸۲ مې مادې د حکم په رڼا کې، تر غور لاندې ونیول شوې او په هر مورد باندې لازم تصمیم ونیول شو. د غونډې په دوام کې د کندهار، سرپل او تخار د استیناف محکمو له فعالیت او چارو څخه د عادي تفتیش د پایلو پر بنسټ د سرپل او تخار نهه تنه قاضیان په کاري پروسه کې د قانوني تقییداتو د نه رعایت له کبله په لازمو تادیبي جزاګانو مجازات شول. په همدې توګه د بانکي تضمینونو د اجرا د واکمنې مرجع د تعیین په اړه، د سترې محکمې عالي شورا ته د محکمو د احکامو د چټک پلیتابه د خنډونو د لیرې کیدو ارجاع او د متقاعد د ورثه وو د تثبیت په برخه کې د مور او ماشوم د سن د تفاوت په اړه د نافذه قوانینو په رڼا کې په هر مورد لازم تصمیمونه ونیول شو. په دې سربیره د جزایي قضایاوو د محکمې د تبدیلۍ غوښتنلیکونه هم د اجنډا برخه وه چې په هر مورد کې لازم تصمیم ونیول شو او دغه شان د لویه څارنوالۍ د غوښتنې پر بنسټ، د ۴۸ټوکه جزایي دوسیو د رسیده ګۍ واک د هرات، تخار، کندوز، غور، غزني، کونړ، بلخ او سرپل ولایتونو ته ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۴:۱۹
Background image

په ځينو محکمو کې اداري غونډې جوړې شوې

دخوست ولایت استیناف محکمې اداري غونډه 
په 20/3/1400نیټه د پنجشنبی په ورځ د خوست ولایت استیناف محکمې اداري غونډه د قضاوتیار فهیم الله (نیازی ) د استیناف محکمې رئیس په مشرۍ د استیناف. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۰:۱۶
Background image

د قضائيه ځواک اداري عمومي آمريت سرپرست دملي انکشاف واحد دادارې له مسوولينو سره وکتل

محترم قضاوتپال  جاوید رشیدی  د قضائیه ځواک اداري  عمومي آمریت  سرپرست  د غبرګولی په 31 مه نیټه په داسې حـال کې چې  مالی او اداري او د بشري  زیرمو عمومی رئیسان اود کابل استیناف محکمې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د سترې محکمې عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د غبرګولي ۲۵مه

 د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.

په پیل کې شورا د غور ولایت د لعل او سرجنګل. . .

بیا په خبرونو کی