د سترې محکمې عالي شورا د غونډې خبرپاڼه
۱۳۹۹، د اسد ۲۱مه
د سترې محکمې عالي شورا، نن تر غرمې وړاندې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله اونیزه غونډه ترسره کړه.
لومړی د شورا غړو د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د پخواني مشر قضاوتپوه محمدعثمان ژوبل او قضاوتمند امیرزاده تسل د لوګر ولایت استیناف محکمې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع د دیوان غړي د مړینې له کبله، خپل د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې او دوی ته یې د خدای ج له درباره د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
ورپسې، عادي وضعیت ته د راګرځیدو په موخه د دولت د وروستۍ پریکړې او د قضايي او اداري چارو د لا تنظیم په موخه لارښوونه وشوه چې د دولت دغه تصمیم د جدي روغتیايي پاملرنو او لارښوونو ته په پام سره په جدي توګه مراعت کړل شي.
وروسته له اجنډا سره سم د قاضیانو یو شمیر وظیفوي تیروتنې تر غور لاندې ونیول شوې او د کابل، بغلان او فراه ولایتونو د استنیاف محکمو یو شمیر قاضیانو ته، د وظیفوي تیروتنو د تشخیص له کبله د قضايي تیروتنو د رسیدهګۍ د مقررې له احکامو سره سم تادیبي جزاګانې ورکړل شوې.
دغه شان د رارسیدلو استهدااتو د څيړلو په لړ کې، د کابل استیناف محکمې د یوې استهدایې پر وړاندې د تجارتي پریکړې په بنسټ، د یاد جایداد د ثبت محفوظ د فقدان او د ځمکې د استملاک اړونده دعوا په اړه، د بدخشان ولایت د استیناف محکمې د میراث د برخې د اجرا په اړه، د تخار ولایت د استیناف محکمې د استهدایې په اړه چې د شهودو د کذب په اړه او د کابل بانک د ځانګړې محکمې د استهدایې په اړه له قانون سره سمې لارښوونې ترسره شوې.
دغه شان د شورا په غونډه کې په یو شمیر مدني مسایلو کې د تجدیدنظر په غوښتنو بحث وشو او د لویه څارنوالۍ د غوښتنتې پر بنسټ، د ۱۱۹ ټوکه دوسیو د قضايي رسیدهګۍ واک دایکندي، لغمان، کاپیسا، کندهار، تخار، سمنګان، سرپل، پکتیا، بدخشان، ننګرهار، غور، خوست، نیمروز، فاریاب او پکتیکا ولایتونو استیناف محاکمو ته ته ورکړل شو.
