د سترې محکمې د رییس ژوندلیک

نوم: سید یوسف

تخلص: "حلیم"

د پلار نوم: سید حسین

د پیدایښت کال : 1338  هـ ش (۱۹۵۹میلادی )

د پیدایښت ځای : ننگرهار ولایت

په ښوونځي کې د شمولیت کال : 1343

له ښوونځي څخه د فراغت کال: 1355

په کابل پوهنتون کې د شمولیت کال : 1356        

له پوهنتون څخه د فراغت کال:  1359       

د زده کړو درجه:

۱-د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه لیسانس،

۲-له ازاد پوهنتون د افغانستان له څانګې څخه په عمومي حقوقو کې ماسټري،

۳-علمي رتبه: د قانون‌جوړونې په برخه کې قانون‌پوه

په دنده کې د شاملیدو  سال: 1364

اوسنۍ دنده: قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس  

پخوانۍ دندې او کاري تجربې:

۱-له ۱۳۶۴ کال څخه تر ۱۳۶۷ پورې د قانون‌جوړونې د چارو او علمي – حقوقي څيړنو د انستیتیوت د جزائي قوانینو د څانګې د مسلکي غړي په توګه،

۲-له ۱۳۶۴ کال څخه تر ۱۳۶۹ پورې د قانون‌جوړونې د چارو د انستیتیوت د مطالعې او قوانینو د تشریح د څانګې د مسلکي غړي په توګه،

۳- له ۱۳۶۹ کال څخه تر ۱۳۷۱ کال پورې د قانون جوړونې او علمي او حقوقي څيړنو د انستیتیوت د قوانینو د مطالعې او تشریح د څانګې په دویمه رتبه کې د مرستیال په توګه،

۴-له ۱۳۷۱ کال څخه تر ۱۳۷۵ پورې په لومړي بست رتبه کې د قانون‌جوړونې او علمي او حقوقي څیړنو د انستیتیوت د قوانینو د تشریح او مطالعې د څانګې د رییس په توګه،

۵-له ۱۳۷۶کال تر ۱۳۷۸ پورې  په (فوق رتبه) بست کې د قانون جوړونې د چارو او علمي حقوقي څیړنو د انستیتیوت د عمومي ریاست د مرستیال په توګه،

۶-له ۱۳۷۷ کال تر ۱۳۷۹ کال پورې په (پنځمه) رتبه بست کې د قانون‌جوړونې د چارو او علمي او حقوقي څیړنو د انستیتیوت د نړیوالو اړیکو د قوانینو د څانګې د مسلکي غړي په توګه،

۷-له ۱۳۷۹ کال تر ۱۳۸۱ کال پورې په (فوق رتبه) بست کې د قانون‌جوړونې د چارو د علمي او حقوقي څیړنو د انستیتیوت د مرستیال په توګه،

۸-له ۱۳۸۱ کال تر ۱۳۸۸ پورې په (مافوق رتبه) رتبه بست کې د قانون‌جوړونې د چارو د علمي او حقوقي څیړنو د انستیتیوت د عمومي رییس په توګه،

۹-له ۱۳۸۹کال تر ۱۳۹۰ پورې د عدلیه وزارت د اداري معین په توګه،

۱۰-له ۱۳۹۰ کال تر ۱۳۹۳ پورې د عدلیه وزارت د مسلکي معین په توګه،

۱۱-د ۱۳۹۳ کال تر ۱۳۹۴/۵/۵ پورې د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیه وزارت د مسلکي معین او سرپرست په توګه،

۱۲-د ۱۳۹۴/۵/۵ نیټه د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د ۴۸ګڼه فرمان پر بنسټ د افغانستان اسلامي جمهوریت د سترې محکمې د رییس په توګه.

د دندې او ماموریت پرمهال یې دوه ځلې لومړۍ درجه ستاینلیک،  دوه ځلې د دویمه درجه ستاینلیک او درې ځلې دریمه درجه ستاینلیکونه ترلاسه کړي دي. او د مسلکې پوهې د لوړاوي او تجاربو د تبادلې په موخه یې د امریکا متحده ایالاتو، روسیه، ایټالیا، ترکیه، ایران، عربي متحده اماراتو، اتریش، بلجیم، تاجکستان، ازبکستان، سنګاپور، مالیزیان، هندوستان، اردون، فرانسه، سعودي عربستان، ټایلنډ، چین، هالنډ، قطر، المان، جنوبي افریقا او ټایلنډ هیوادونو ته رسمي او ګڼ شمیر سفرونه کړي دي.

 

پر ژبو باندې تسلط :

- پښتو (پوره تسلط).

- دري (پوره تسلط).

انگلیسي (متوسط).