د سترې محکمې د رئیس ژوندلیک
قانونپوه سید یوسف (حلیم )
د ا.ا. ج قاضي القضات او دسترې محکمې رئیس
فضیلتمآب قانونپوه سید یوسف (حلیم ) په 1338هجري کال د افغانستان د ننګرهار په ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دثانوي دورې له بشپړولو وروسته د کابل پوهنتون دحقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې شامل شوی دی چې په عالي درجه د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغ او خپله ماستري یي هم د عمومي حقوقو په څانګه کې په بریالیتوب ترلاسه کړې ده .
فضیلتمآب سید یوسف(حلیم ) د خپل ماموریت د رسمي فعالیتونو په بهیر کې د دولتي بې شمیره جایزو اولومړۍ درجه ، دوهمه درجه ، درییمه درجه تقدیر نامو او بې شمیره تحسین نامو په اخیستلو بریالی شوی دی . دوی جناب له افغانستان څخه په استازیتوب دغونډو او دتجربو دتبادلو په موخه د امریکا متحده ایالتونو ، روسیې ، ایټالیا، ترکیې ، ایران ، د عربي متحده اماراتو ، اتریش ، بلجیم ، تاجکستان ، ازبکستان ، سنګاپور، مالیزیا ، هندوستان ، اردن ، فرانسې ، سعودي عربستان ، ټایلند ، چین ، هالینډ ، آلمان او جنوبي افریقا هیوادونو ته رسمي سفرونه کړي دي .
عدلي اومسلکي تجربې :
- دعدلیې وزارت د قانون جوړولو چارو اوعلمي حقوقي څیړنو انستیتوت .
- دجزایي قوانینو د ډیپارتمنت مسلکي غړی
- (له 1364 څخه تر1367 پوري )
- دعدلیې وزارت د قانون جوړولو چارو اوعلمي حقوقي څیړنو انستیتوت .
- دقوانینو دمطالعي اوتشریح د ډیپارتمنت مسلکي غړی
- ( له 1367 څخه تر1369 پوري )
- دعدليي وزارت قانون جوړولو چارو اوعلمي حقوقي څیړنو انستیتوت .
- دقوانینو دمطالعي اوتشریح د ډیپارتمنت مرستیال
- ( له 1369څخه تر1371 پوري )
- دعدلیي وزارت د قانون جوړولو چارو او علمي حقوقي څیړنو انستیتوت .
- د قوانینو دمطالعې اوتشریح د ډیپارتمنت رئیس .
- ( له 1371 څخه تر1375 پوري )
- دعدليي وزارت د قانون جوړولو چارو اوعلمي حقوقي څیړنو انستیتوت .
- دعمومي ریاست مرستیال
- ( له 1376 څخه تر1378پورې ) .
- دعدلیي وزارت د قانون جوړولو چارو اوعلمي حقوقي څیړنو انستیتوت .
- د بین الدول حقوقو د قوانینو د ډیپارتمنت مسلکي غړی .
- ( له 1378 څخه تر1379 پوري )
- دعدليي وزارت د قانون جوړولو او علمي حقوقي څیړنو انستیتوت .
- مرستیال
- ( له 1379 څخه تر1381 پوري )
- دعدلیې وزارت دقانون جوړولو اوعلمي حقوقي څیړنو انستیتوت .
- عمومی رئیس
- ( له 1381 څخه تر1388 پوري )
- دعدلیې وزارت اداري معین
- ( له 1389څخه تر1390 پوري )
- دعدليې وزارت مسلکي معین
- ( له 1390څخه تر1393 پوري )
- د ا.ا.ج دعدليي وزارت مسلکي معین اوسرپرست
( له 1393 څخه تر4/5/1394 پوري )
قضایي تجربې
دافغانستان ا. ا.ج قاضی القضات او دسترې محکمې رئیس
- ( له 5/5/1394 څخه تراوسه پوري )
له ژبو سره بلدتیا
پښتو ( بشپړتسلط )
دري ( بشپړ تسلط )
عربي ( متوسط )
انګلیسي ( متوسط )