د ستري محکمي عالي شورا د غونډه

humaira
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۴۰
88888

د ستري محکمي عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۱۲مه سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه. شورا لومړی د یو دیرشمې دورې د قضايي ستاژ د نظري درسونو پر پيلولو باندې بحث وکړ او د سترې محکمې د قضايي تعلیماتو او مالي او اداري ریاستونو ته یې دنده ورکړه چې د کابل ښار د ابتدایه حوزوي محکمو په کمپلکس کې د ستاژرانو د اړتیا وړ درسي ټولګي او اړونده تکنالوژیکي او تجهیزاتي وسایل - د شته امکاناتو څخه په استفاده چمتو څو د عملي دورې په پایته رسیدو سره چې نږدې ده پایته ورسیږي، د ستاژرانو نظري درسونه پیل شي. وروسته په داسې حال کې چې د لویه څارنوالۍ د قضايي تعقیب مرستیال، اړونده څارنوالان، د جزايي قضایاوو د محکومینو خپلوان او مدافع وکیلانو هم شتون درلود، د جزايي تجدید نظر درې تجدیدنظر غوښتنې چې له وظیفوي صلاحیت څخه د سواستفادې، تزویر او سواستفاده، جنسي تجاوز او قتل په اړه وې، د جزايي اجرااتو د قانون د ۲۸۲مې مادې د احکامو په رڼا کې تر څیړنې لاندې ونیول شوې او د هر مورد په اړه لازم تصمیم ونیول شو. د غونډې په دوام کې د رارسیدلو استهدااتو په اړه چې د تر تضمین لاندې جایدادونو په اړه چې د اصلي مساحت او په قباله کې د درج شوي مساحت ترمنځ یې تفاوت وي، د تورنو او مظنونینو د اقرارخطونو د وثایقو د بیو د پرې کولو د معضل، د اطفالو د سرپرستۍ د ټاکلو د واک په اړه، د صغارو د نفقې د تامین د تجویزي قرارونو څخه د محصول د اخیستو بڼه او د حیازت د کلیمې په اړه د وضاحت غوښتل او د جایداد له تسلیمۍ سره د هغو د تخلیې اړیکه، په پاسنیو ټولو مواردو کې د سترې محکمې د مصوباتو او د نافذه قوانینو د حکمونو په رڼا کې لازمې لارښونې ترسره شوې. په دې سربیره، په مدني قضایاوو کې د محکمې د تبدیلۍ د یو شمیر غوښتنلیکونو او په جزايي قضایاوو کې اړونوده محکمو ته د یو شمیر دوسیو د رسیده ګۍ د صلاحت د تفویض په اړه لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د ستري محکمي عالي شورا د غونډه

د ستري محکمي عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۱۲مه سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د(GIZ) قانون واکمنۍ پراختيا له مشر سره د قضائيه ځواک داداري عمومي آمريت سرپرست ليدنه

قضاوتپال  جاوید رشیدی  د قضائیه ځواک اداري عمومي آمریت سرپرست د چنګاښ په 23 مه له غرمې مخکی د خپل کار  په دفتر کې له ښاغلی برند میسر شمیت د جی آی زیډ پروژې له مشر سره  وکتل.
په دې کتنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د عالی شورا غونده جوره شول

سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د زمري ۵مه د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي قضايي ناسته. . .

بیا په خبرونو کی