د دولتي املاکو دغصب قضاياوو ته درسيده ګۍ په استيناف محکمه کې دعلني قضايي غونډوجوړيدل

humaira
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۴:۳۱
47

د دولتی املاکو دغصب قضایاوو ته درسیده ګۍ استیناف محکمې علني قضایي غونډه په 4/2/1400نیټه د قضاوتیارعبدالولی (قاضی زاده ) د دولتي املاکو دغصب قضایاوو ته درسیده ګۍ اختصاصی استیناف محکمې د رئیس په مشرۍ اوقضاوتیار محمد اسحق( شیرزاد) او قضاوتمل محمد فایق( قرلق) د دی محکمې د قضایي غړیو په غړیتوب د اداري فساد د درندو جرمونو پرضد دمبارزی او دولتی املاکو غصب عدلی او قضایي مرکز دقضایي غونډو په تالارکې د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ کی واقع د (11) جریبه ځمکې د غصب د قضیې په تړ او دبالاصاله او والوکاله مدعیانو خواجه محمد ولد خواجه عبدالرزاق او شیررحمن ولد عزیزالرحمن او مدعی علیها بالنیابه حکمی نظیفه ( سیفی ) د دولتی دقضایا وو استازی او د پلچرخی دمرکزی محبس دحکمی وکیل ترمینځ ، د قضیی د دواړوخواوو ، ځینوګډون کوونکواو ملی رسنۍ په حضورکې جوړه شوه ،. چی دمحاکماتی پړاوونو له بشپړولو وروسته قضایي پلاوي د4/2/1400 نیټی د(1) لمبر فیصلی په ترڅ کې دپورتنیو مدعیانو د دعوا په عدم اثبات د دولت په نفع حکم صادرکړ .
همدارنګه د دولتی املاکو دغصب قضایاوو ته درسیده ګۍ استیناف محکمې علنی قضایي غونډه په 7/2/1400 نیټه د قضاوتیار عبدالولی (قاضی زاده ) د دولتي املاکو دغصب قضایاوو ته درسیده ګۍ اختصاصي استیناف محکمې درئیس په مشرۍ او قضاوتیار محمد اسحق ( شیرزاد) او قضاوتمل محمد فایق( قرلق) د دې محکمې د قضایي غړیو په غړیتوب دکابل ښار د پنځلسمې ناحیي په خواجه بغرا کی واقع د (44،36) جریبه ځمکی دغصب په تړاو د دولت د قضایاوو استازی حکمی بالنیابه مدعی او کابل ولایت د اراضی اداری حکمی وکیل او بالوکاله مدعی علیه روح الله (سخی زاده ) د مدافع وکیلانو دخپلواک انجمن  د(1161) نمبر جواز درلودونکی ترمینځ چې د خپل موکل له خوا د کابل ښارد دوهمې حوزي د وثایقو په محکمه کې ترتیب شوی د 30/5/1399 نیټي (292پر961) نمبر دشرعی وکالت خط د وثیقي له مخې د دعوا دپرمخ وړلو په اړوند دوکیل په حیث ټاکل شوی ؤ ، جوړه شوه اوپه پای کې په غونډه کې د محاکماتي پړاوونو له بشپړولو وروسته د دولت د قضایاوو استازی حکمی بالوکاله مدعی د دعوا په اثبات د دولت په نفع حکم صادر شو .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د سترې محکمې عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د غبرګولي ۲۵مه

 د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.

په پیل کې شورا د غور ولایت د لعل او سرجنګل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۵:۳
Background image

د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات په کابل کې د( UNAMA ) له سياسی مرستيالې سره وکتل

د سترې محکمې رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم دغبرګولي په لومړۍ نیټه کابل کې د ملګرو ملتونودمعاونت دفتر له سیاسې مرستیالې میرمن (میته‌نودسن) سره په داسې حال کې چې د دغه دفتر د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۴:۲۱
Background image

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه

 د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې، د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم تر مشرۍ لاندې خپله نوبتي قضايي ناسته ترسره کړه. شورا لومړی د کندهار ولایت ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی