د خپرونو ریاست
د نشراتو ریاست د ستری محکمی یو له مسلکی ریاستونو څخه ګڼل کیږی چی خپلی دندی د نشراتی پالیسیۍ په رعایتولو سره او د کاری استقامتونو په نظر کې نیولو پرمخ بیایی. دغه ریاست د نشراتی او طباعتی څانګو د لرلو سره د دغه ارګان د ضرورت وړ داخلی مواد د تکثیر او طبع لپاره اقدام کوی. د قضا مجله ، د میزان جریده او خاصه خپرونه چی د سترې محکمې د نشراتی ارګانونو اړوند دی ددی ریاست د امکاناتو په کارولو سره جوړې شوي دي ، د دوی طرح په ترس کاغذ که نهایی کیږی او د چاپ په موخه مطبعه ته استول کیږی. ددی ریاست کاری څانګې په لاندی ډول ویشل شوي دي:
فرهنګی څانګه
د غه څانګه د وزین قضا مجلی د چاپ مسوولیت اونشر چی تاریخی سابقه یې کال ۱۳۰۹ ته رسیږی په غاړه لرلو سره په هغی کی د د عالی شورا تر ټولو مهم تصاویب د قضایی کړنلارو د ترویج په موخه نشرته رسوی او هم حقوقی مضامین، فقهی او قانونی، د جمهوری ریاست مقام فرامین او د محکمې د ضرورت وړ مقررې او قوانین نشرته چمتو کوی چی د قضایی او اداری چارواکو د حقوقی اومسلکی پوهې لوړتیا لپاره ځښته ارزښمن کڼل کیږی. د قضا مجله د سږکال پیل سره هره میاشت زر نسخې چاپ ته رسوی. د قلم خاوندان او پلټونکو د دغی مجلی سره د نشراتی پالیسۍ پر بنسټ، چی د اړتیا وړ مضامینو تدارک لپاره اړین دی، مرسته کوی اوهم د مدیر مسول فعالیت، ادیتوران، د تحریر هئیات غړي او د مجلې کمپوزیتور اومهتمم مرستې د یادونی وړ دي .
د دی مجلی د نشر ترڅنګ، دغه جریده، د نشراتی ارګان کچه او د سترې محکمې د کاری فعالیتونو هنداره چی د جدی میاشت په کال ۱۳۸۴ د نشراتو ریاست په وړاندیز، د سترې مکمې عالی شورا تصویب او د مرکز او ولایاتو د محاکمو روساؤ سراسری سیمینار تائید پر بنسټ جوړه شوې ، هم په هرو لسو ورځو کی یوځل په درې زره شمیرې سره خپریږی. په دغه جریده کی خبرې ، راپورونه ، فعالیتونه او د بیلابیل قضایی ارګانونو کړنی او لنډ مسلکی مضامین او معلومات خپریږی چی ددې جریدې په نشر کی ددې د فعالیت اساسنامه رعایتیږی. همچنان د اداری فساد سره د مبارزې په برخه کی د قضایی واک فعالیتونو ښکارندویی، مخدره مواد او د فاصله خپرونې نشریه د ادارې اصلاح لپاره هره میاشت په انګریزی ژبه خپور شوی او د هیواد دننه او بهر دپلوماتیک مراجعو ته لیږدول کیږی. په ټولییزه توګه پورته ذکرشوي دواړه نشریې د سترې محکمې بیلابیل او ګڼو داخلی او خارجی مراجعو او ولایتی محاکمو ته ویشل کیږی. دځینو رسالو نشر او چاپ د سترې محکمې مقام د هدایاتو پربنسټ، چی پکښی د محاکمو سراسری سمینارونو تصویب او نور مسلکی کتابونه ورګډ دي د دې ادارې یو له بلې دندې څخه شمیرل کیږی.
طباعتی څانګه
څرنګه چی په سر کی یادونه وشوه، دغه څانګه ډول ډول کمپیوټری امکانات ، فوټوکاپۍ ، ګستتنر او د صحافت مختلف ماشینونو ته لاسرسی لری چې هره ورځ د ځنډ پرته کاری مصروفیتونه لری ، جدولونه او د شعباتو د اړتیا وړ بیلابیل فورمونه ګستتنر کیږی او هم زیاتي اسناد او اوراق د ضرورت پر بنسټ فوتوکاپی کیږی، پرته له دې د ورځپاڼو او مجلاتو کلکسیون او د سترې محکمې د مسلکی شعباتو وارده کتابونه صحافی کیږی او د ذاتیه ریاست د وینا له مخی د منسوبینو د سوانح دوسیو د صحافت کار او همچنان د کتابخانی د مندرج کتابونو وقایه او ترمیم سر ته رسول کیږی. د نشراتو ریاست نه یوازی د محافلو سازماندهی چی پر مختلفو مناسبتونو لکه مذهبی او ملی او سترې محکمې ته په دغه مناسبتونو د تبریکی کارتونو جوړول او مختلفو مراجعو ته د هغوی استول په غاړه لری بلکه د قضایی سیمینارونو او کنفرانسونو دایرولو کې هم فعاله ونډه اخلی. سربیره پردې د عالی شورا ناستې ته اړوند خبرونه چی د سترې محکمې د فعالیتونو ښکارندوی دی او هم د جلآلتماب قاضی القضات او د سترې محکمې چارواکي ملاقاتونه او لیدنی د خارجی میلمنو او علمی او ملی شخصیتونو سره ترتیب او د جمعی اطلاعاتو او وسایل له لوري د نشر په موخه د باختراطلاعاتی آژانس ته لیږدوی.
دقضا کتابتون
د قضا کتابتون د قضاءیه واک د ارزښتناکه شتمنی بیلګې په توګه لکه د نورو دولتی ارګانو په څیر د ژوند ناخوالو څخه لرې ندی پاتې او زیات شمیر زیانونه یې ګاللی. دغه کتابتون په یوه زمانه کی له کیفت او کمیت له نظره د پایتخت یو له مهمو کتابتونونو په ردیف کی و او د زرګونو توکو کتابونو لرلو سره د قضایي چارواکو او نورو مینه والو اړتیاوې تامینول او د لوستونکو لیوالتیا پوره کول، پرته له دی چی اوس مهال به لږه اندازه علمی، څیرنیز، حقوقی او فقهی کتابونه پکښې دي خو بیا هم د قضاتو او اداری چارواکو کارولو په چوپړ کې ده. په اوسنی وخت، څه د باندی ۶۰۰ توکي کتابونه په ملی او بهرنی ژبو په دغه کتابتون کی شتون لري .