د تحریراتو ریاست
- د سترې محکمې د تحریراتو ریاست د یو محوری او حساس ادارې په توګه څرنګه چی د نوم نه ښکاری، اړوند دندی د ستری محکمی دمقام تر نیغ صلاحیت او مشرۍ سرته رسوی چی لاندینی مسایل د دغې ادارې دندی بیانوی.
- د سترې محکمې د مقام ځانګړي دساتیر او اوامر، په رسمی توګه محاکمو، ریاستونو او اداراتو ته ابلاغ کړی، او د هغوی اجرا او عملی کول یی تعقیب او د اداراتو ترمنځ د همکارۍ او ملاتړ روحیه تقویت کړی.
- سترې محکمې ته د چارو ښه والی په موخه، اړین وړاندیزونه چمتو کړی.
- د جمهوری ریاست وارده احکام او فرامین او همداشان د وزیرانو شورا مصوبې ، د سترې محکمې د هدایاتو وروسته، د قضاییه واک اړوند اداراتو او محاکمو ته ابلاغ کړی، او د تطبیق راپور یې جمهوری ریاست ته او نورو باصلاحیته مقاماتو ته وړاندی کړی.
- د مختلفو اداراتو څخه ترلاسه شوي لیکونه لکه د حکومت اداري چارې ، د بشر د حقونو خپلواک کمسیون، د ولسی جرګې د شکایتونو اوریدنې کمیسیون، د ارتشاء او اداری فساد پر وړاندې د مبارزې خپلواک کمیسیون او نور دولتی ارګانو نه د ځند پرته د ستره محکمه مقام ته رسوی او مربوطه مراجعو ته د اجرااتو په موخه استوی.
- تقرریو پورې تړلي وړاندیزونه: د قضایی انسلاک تقاضا، د خدمت غزول، تقاعد، رفع تقاعد او د کادری رتبو تثبیت، د قضاتو ترفیع د وقت سره سم جمهوری ریاست ته واستوی.
- عرایض ، نیوکې او شکایت لرونکي ، او د هغوی غوښتنو ته د رسیدګی په موخه لکه د محکمې تبدیلی، د نظرغوښتنی تجدید، استعفاء او داسی نورو موضوعات ترلاسه کوی او د سترې محکمې د احکامو او هدایاتو وروسته اړوند مراجعو ته لیږدوی .