د استیناف محکمی

د استیناف محاکم

د محاکمو د تشکیل او واک قانون د یو دیرشمې مادې له مخې؛

  • د هر ولایت په کچه د استیناف محکمه د دغه قانون له حکمونو سره سمه ایجادیږي.
  • د استیناف محکمه له یو رئیس، د دیوانونو رئیسان او قضائي غړو څخه جوړه شوې وي. د استیناف محکمې رئیس د هغو قاضیانو له منځه ټاکل کیږي چې د وړتیا، تجربې او درایت درلودونکی وي.
  • د عمومي جزا د دیوان رئیس د استیناف محکمې د رئیس مرستیال هم وي.
  • د یاد قانون د ۳۲مې مادې له مخې د استیناف محکمې لاندې دیوانونه لري:
  • د عمومي جزا دیوان،
  • د عامه امنیت دیوان،
  • د شخصیه احوالو او مدني دیوان،
  • د عامه حقوقو دیوان،
  • تجارتي دیوان،
  • د ماشومانو دیوان.
    • د استنیاف محکمې په هر دیوان کې د قضائي غړو شمیر تر شپږو تنو زیاتیدلی نشي.
    • په استینافي برخه کې ترافیکي قضایا د عمومي جزا د د یوان له لوري رسیده‌ګي کیږي.
    • ستره محکمه کولی شي د اړتیا پرمهال نور دیوانونه هم د استیناف د محاکمو په چوکاټ کې د ولسمشر له منظورۍ وروسته رامنځته کړي. 

د پریکړو او قرارونو رسیده‌ګۍ؛

۳۳مه ماده:

  • د استیناف محکمه د لاندنیو محاکمو هغه قرارونه او پریکړې چې اعتراض ورباندې شوی دی او په داسې توګه سره چې په دې قانون او اړونده نورو قوانینو کې تصریح ورباندې شوې ده، په استینافي مرحله کې تر رسیده‌ګۍ لاندې نیسي.
  • ددې مادې په لومړۍ فقرې کې درج شوې قضایاوو ته د رسیده‌ګۍ پرمهال استیناف محکمه، د دعوا ټول کوایف او حالات تر څيړنې لاندې نیسي، د لاندنیو محاکمو پریکړې او قرارونه کولی شي د قانون له حکمونو سره تصحیح، نقض، تعدیل، لغو یا تائید کړي.

د محاکمو د تشکیل او واکونو د قانون د ۳۵مې مادې له مخې، د په خپل صلاحیت کې د شاملو ټولو قضایاوو استیناف محکمو پریکړې او قرارونه قطعي دي.