دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه

humaira
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۴:۲۱
444

 د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې، د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم تر مشرۍ لاندې خپله نوبتي قضايي ناسته ترسره کړه. شورا لومړی د کندهار ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د غړي قضاوتمند محمدفیاض د شهادت له امله چې د لمانځه تر اداکیدو وروسته کور ته د راتلو پرمهال د ترهګرو له لوري په شهادت رسول شوی وو، خپله ژوره خواشینې او د تسلیت مراتب تقدیم او ددغه ناوړه جنایت د ترسره کیدو د غندنې ترڅنګ یې، شهید ته د خدای تعالی له درباره د فردوس جنت او کورنۍ او دوستانو ته یې د صبر غوښتنه وکړه. وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت د عالی مقام د ۲۱۸۹ ګڼه حکم په رعایت، چې د بهاداره اسنادو د معیاري کیدو او د هغو د مصوون او بیاځلي چاپ لارښونه ورکړل شوې وه، د بیاکتنې د محاکمو د استفاده وړ یو شمیر وثایقو ساده سازي چې د پوهاوي وړ حقوقي او قضايي ادبیانو د بنسټونو په ساتلو سربیره د معیاري فارمټونو په تهیې نهایي شوو وو، د موضوع د استعجالیت له کبله د سترې محکمې دارالانشا ته لارښوونه وشوه چې نهايي شوې نمونې په بیړه او پاتې نور وثایق د بیاکتنې له پروسې وروسته په تدریجي بڼه خپلو اړونده مرجع ته واستوي. ورپسې د عادي او اقتضايي تفیشتونو د راپورونو پایلو ته په کتو، د ننګرهار، غزني، لغمان د استیناف محکمو ۶تنو قاضیانو ته د هغوی د وظیفوي تیروتنو له تشخیص وروسته، لازمې تادیبي جزاګانې ورکړل شوې. د غونډې په دوام کې یو شمیمر رارسیدلې استهداات چې د یو بانک تر تضمین لاندې جایداد په اړه د قرار د پلیتابه د څرنګوالي په اړه و، د منقوضه پریکړې د رسیده ګۍ وړ محکمې د تشخیص په اړه، له ورثه وو سره د یو تن شهید د هویت د اسنادو مغایرت او د تجدید نظر له عرایضو څخه د عرایضو د محصول د اخیستو بڼې په اړه د نافذه قوانینو په رڼا کې لازمې لارښوونې ورکړل شوې. په دې سربیره، په غونډه کې د یو شمیر جزايي قضایاوو د محکمو د تبدیلۍ غوښتنلیکونه، تر قضايي کادر اړونده د درجو د ارتقا اړونده وړاندیزونه او یو شمیر نور متفرقه مسایل هم د غونډې د اجنډا برخه وه چې په هر مورد باندې لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د سترې محکمې عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د غبرګولي ۲۵مه

 د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.

په پیل کې شورا د غور ولایت د لعل او سرجنګل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۵:۳
Background image

د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات په کابل کې د( UNAMA ) له سياسی مرستيالې سره وکتل

د سترې محکمې رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم دغبرګولي په لومړۍ نیټه کابل کې د ملګرو ملتونودمعاونت دفتر له سیاسې مرستیالې میرمن (میته‌نودسن) سره په داسې حال کې چې د دغه دفتر د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۴:۲۱
Background image

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه

 د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې، د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم تر مشرۍ لاندې خپله نوبتي قضايي ناسته ترسره کړه. شورا لومړی د کندهار ولایت ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی