دافغانستان اسلامی جمهوری دولت دستری محکمی اعلامیه

دافغانستان اسلامی جمهوریت ستره محکمه اعلاموی چی ددوشنبه ورځ د 1400 هجری لمریزکـال دچنگاښ اته ویشتمه نیټه چی د 1442 هجری قمری کـال د ذو الحجی دنهمی ورځی سره برابره ده، دعرفی ورځ او سه شنبه دچنګاښ د میاشتی نه ویشتمه چی د ذوالحجی دلسمی ورځی سره برابره ده، د نیکمرغه لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
د افغانستان اسلامی جمهوریت ستره محکمه د لوی اختر د نیکمرغو ورځو په ویاړ دخپلو مبارکیو او نیکو هیلو مراتب دافغانستان د اسلامي جمهوری دولت جلالتمآب محترم جمهور رئیس حضور ، دجمهوري ریاست محترمو مرستیالانو، پخوانی جمهوررئیس جلالتماب حامد کرزی ، د ملی مصالحی د عالی شورا محترم رئیس ، دجهاد معظمومشرانو، د ملی شورا دمجلسینو محترمورئیسانو اوغړو ، دکابینې محترمو غړیو ، دعلماو شورا محترم رئیس او غړیو او دافغانستان ټول مسلمان او نجیب ملت ته وړاندې کوي او دلوی الله جل جلاله له دربار څخه استدعا کوي تر څو د مسلمانانو ترسره شوی طاعتونه او عبادتونه قبول اود افغانستان متدینو او ځوریدلو خلکوته امنیت ، سوله اوسوکالی په برخه کړی .