د خوست ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۴۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۸۲) وثیقې يې هم اجرا کړې دي
د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۲۴۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۸۲) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۷۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۰) دوسیې فیصله شوې، (۲۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۲۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۸) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۸۲) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
