ځانګړی محکمی
د محاکمو د تشکیل او واک د قانون د پنځوسمې مادې د لومړۍ فقرې له حکم سره سم، چې داسې مشعره ده
(ستره محکمه کولی شي د اړتیا پرمهال نور دیوانونه د ولایاتو د مراکزو د ابتدایئه محکمو په چوکاټ کې ایجاد کړي) د سترې محکمې په چوکاټ کې اختصاصي محاکم، د ځانګړو قضایاوو د څیړنې او رسیدهګۍ لپاره رامنځته کیږي، چې عملا هم فعالیت کوي.
دا محکمې په لاندې توګه در پيژندل کیږي:
- د مخدره توکو ابتدائیه او استیناف محکمې چې د نشهيي توکو قضایاوو ته رسیدهګي کوي.
- د کورني او بهرني امنیت پرضد ابتدائیه او استنیاف محاکم که وظیفوي دایره یې معلومه ده.
- د ملکیتونو دعواوو حل او فصل ته د رسیدهګۍ ابتدائیه او نهايي محاکم چې په دې برخه کې شکایتونو ته رسیدهګي کوي.
- فامیلي اختصاصي محکمه چې له کورنیو شخړو څخه راپورته شویو قضایاوو ته د خپلو واکونو په د ننه کې رسیدهګۍ کوي.
یادداشت:
یادونه: د لا ډیرو معلوماتو لپاره، د سترې محکمې، استیناف محاکمو او ابتدائیه محکمو د استقلال، د رسیدهګۍ واک، د صلاحیت دایره، د رسیدهګۍ طرز او نورو قضايي صلاحیتونو او واکونو په اړه د محاکمو د تشکیل او واک قانون ته چې مفصل معلومات هلته شته دي، مراجعه وکړئ.
هغه ادارې چې باید معلومات یې په ویبپاڼه کې درج کړل شي او اوسمهال دا معلومات نشته، په لاندې توګه دي:
د پلان او پالیسۍ ریاست
د سترې محکمې د ویاند دفتر
د ظرفیتونو د لوړوالي ریاست
د قضايي تعلیماتو ریاست
د جندر امریت
د سترې محکمې ټول دیوانونه چې اته دیوانه کیږي.
لازم موارد:
د ادارې په اړه عمومي معلومات
د ادارې کړنې او فعالیتونه،
د ادارې لاسته راوړنې
د هغو څانګو د نومونو یادونه چې په دې اداره کې کار کوی.