د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات په کابل کې د( UNAMA ) له سياسی مرستيالې سره وکتل

humaira
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۵:۳
85

د سترې محکمې رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم دغبرګولي په لومړۍ نیټه کابل کې د ملګرو ملتونودمعاونت دفتر له سیاسې مرستیالې میرمن (میته‌نودسن) سره په داسې حال کې چې د دغه دفتر د قانون واکمنۍ د برخې رییس هم شتون درلود، لیدنه وکړه. په پيل کې میرمن نودسن هیله‌ څرګنده کړه چې عدالت ته د خلکو د لاسرسي او د قضائیه قوې د لاسته راوړنو څخه خبره شي. 
وروسته قاضي القضات د اساسي قانون له مخې، د قضائیه قوې بې طرفي، د چارو استقلالیت او د قضا د مقام او له قضا څخه د دولت د رهبرۍ د ملاتړ په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه چې له موجوده ننګونو او شته وضعیت سربیره، د افغانستان قضائیه قوه توانیدلې چې د قضا په تاریخ کې د قضائیه قوې د عمل ټول‌منلې برنامه تدوین او پلې کړي او له اداري فساد سره د مبارزې، د قضايي او اداري تشکیلاتو د ثبات تأمین ، د مکافات او مجازات د اصل په پام کې نیولو سره د تبدیلیو تعمیل، په قضائیه  قوه کې د میرمنو فعال حضور تأمینول، قضیو ته د رسیده ګۍ د بهیر چټکتیا په ځانګړې توګه د اداري فساد پر وړاندې د لوړپوړیو چارواکو دوسیو ته رسیده ګۍ، د دعوا د طرفینو شکایاتو ته رسیده ګي، له اداري فساد سره د ځانګړي مرکز، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع ځانګړي محاکم او د دولتي ځمکو او املاکو د غصب ځانګړي محاکم او د مالیاتي جرایمو د رسیده ګۍ محاکمو ایجادول او لسګونه نور اقدامات، هغه لاسته راوړنې دي چې په قضائیه قوه باندې د ولس د اعتبار د لوړیدو لامل شوي دي. وروسته میرمن نودسن د قضائیه قوې پر وړاندې د ولس د رامنځته شوي اعتماد د او پرمختګونو په اړه خوښي وښوده او د قضايي نظام د کلیدي برنامو د تمویل په برخه کې یې د نړیوالو مرستو د جلب په اړه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د سترې محکمې عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د غبرګولي ۲۵مه

 د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.

په پیل کې شورا د غور ولایت د لعل او سرجنګل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۵:۳
Background image

د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات په کابل کې د( UNAMA ) له سياسی مرستيالې سره وکتل

د سترې محکمې رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم دغبرګولي په لومړۍ نیټه کابل کې د ملګرو ملتونودمعاونت دفتر له سیاسې مرستیالې میرمن (میته‌نودسن) سره په داسې حال کې چې د دغه دفتر د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۴:۲۱
Background image

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه

 د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې، د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم تر مشرۍ لاندې خپله نوبتي قضايي ناسته ترسره کړه. شورا لومړی د کندهار ولایت ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی