د سترې محکمې د تدارکاتو خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو خبرتیا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره  د شمس فاروقي  لوژستیکي خدمتونو شرکت  سره چې د جواز شمېره یې (۸۴۵۹۷) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت د ریشخورو فامیلیو په دوهم تم ځای کې موقعیت لري،د (۱۲۱۳۶۰۰)یومیلیون او دوه سوه دیارلس زره او شپږ سوه افغانۍ په قېمت سره د (۱۶۴۰۰) کیلو اوبلن ګاز د تدارک قرارداد وکړي.

هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې پدې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي  په لیکلي ډول  د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو(۷) تقویمي ورځو  پورې د عامې روغتیا څلور لاري ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنا نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو  او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

خبرتیاوي

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۳:۴۵
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا


د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال د کابل ولایت د وثایقو محاکمو لپاره د جنګلک په سیمه کې د انتظار خونې د جوړېدو او . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۴۵
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا


د تدارکاتو قانون د درې څلوریښتمې مادې د (2مې) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبرورکول کیږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظرکې لري د 1402 هـ ش مالي کال لپاره د هدایت احسان لوژستیکي خدمتونو . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۴:۲۷
Background image

پر فلسطین باندې د صهیونیستي اسرائیلو د هوايي او ځمکنیو وحشیانه بریدونو او ظلمونو په اړه د سترې محکمې اعلامیه


له څه وخت راهیسې د فلسطین پر مظلومو مسلمانانو د صهیونیستي غاصبو اسرائیلو لخوا په ډېره بې رحمۍ هوايي او ځمکني بریدونه روان دي، چې له امله یې زرګونه فلسطیني ښځې، ماشومان او لویان په شهادت رسېدلي، زیات . . .

Back to announcements