ابتدائیه محکمی
د محاکمو د تشکیل او واک د قانون د څلویښتمې مادې له مخې، استیناف محکمې په خپلو قضائي حوزو کې د لاندې ابتدائیه محکمو درلودونکې دي:
- د ولایت د مرکز ابتدائیه محکمه،
- د اطفالو محکمه،
- ابتدائیه تجارتي محکمه،
- د ولسوالۍ ابتدایه محکمه،
- د شخصیه احوالو ابتدایئه محکمه.
په هغو ولایاتو کې چې مراکز یې زیاتو ابتدائیه محکمو ته اړتیا ولري، ستره محکمه کولی شي چې د ولسمشر له منظورۍ وروسته د هغو په تاسیس باندې لاس پورې کړي.
د ابتدائیه محکمې دیوانونه له یو رئیس او حداکثر له څلورو غړو څخه جوړ شوي وي.
۴۱مه ماده، د ابتدائیه محکمو ترکیب/جوړښت:
د ولایاتو د مرکز ابتدائیه محکمې لاندې دیوانونه لري:
- د عمومي جزا دیوان،
- مدني دیوان،
- د عامه حقوقو د یوان،
- د عامه امنیت دیوان،
- د ترافیکي جرایمو دیوان.
۴۲مه ماده، د ابتدائیه محاکمو د دیوانونو له لوري قضایاوو ته رسیدهګۍ:
د ولایاتو د مراکزو ابتدائیه محکمې لاندې قضیایا د اړونده دیوانونو له لوري په ابتدائي مرحله کې د قانون له حکمونو سره سمه ورته رسیدهګي کوي:
- د عمومي جزا اړونده قضایاوو ته رسیدهګۍ د عمومي جزا دیوان له لوري،
- د حقیقي اشخاصو ترمنځ دعواوو ته رسیدهګي د مدني دیوان له لوري،
- د حقیقي او حکمي اشخاصو او یا حکمي اشخاصو ترمنځ متنازع فیه دعواوو ته رسیدهګي د عامه حقوقو د دیوان له لوري،
- د عامه منفعت او امنیت، د مخدره توکو د قاچاق او نورو جرائمو قضایاوو ته رسیدهګي د قانون له حکمونو سره سمه د عامه امنیت د دیوان له لوري.
- د ترافیکي پیښو اړونده جزايي قضایاوو ته رسیدهګۍ د ترافیکي جرایمو د دیوان له لوري.