پیام تسلیت ستره محکمه

alisina
1

د تسلیت او خواشینۍ پیغام

په ژوره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان سترې محکمې د دارالافتا لوی رییس ارواښاد قضاوت‌پال مولوي محمد صدیق مسلم د ورپیښې ناروغۍ له کبله، له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

انالله و انا الیه راجعون

د افغانستان قضائیه قوې رهبري په داسې حال کې چې د نوموړي په نه شتون ژوره خواشیني څرګندوي، مړینه یې د قضا د کورنۍ لپاره یوه نه جبرانیدونکې ضایعه ګڼي.

د سترې محکمې رهبري د ارواښاد مولوي صاحب مسلم کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته د تسلیت مراتب وړاندې کولو ترڅنګ، هغوی ته د جمیل صبر او مرحوم ته د لوی خدای ج له درباره د جنت الفردوس غوښتنه کوي.

ارواښاد مولوي صاحب صدیق الله مسلم د افغانستان د قضا یو فعال او پیاوړی مذهبي کادر و، چې کلونه یې د سترې محکمې په چوکاټ کې خپل ولس او وطن ته په پوره اخلاص او متانت خدمت ترسره کړ. هغه ددې وطن د یو تکړه خادم ترڅنګ، د دینې زده‌کړو یو پیاوړی او وطندوسته عالم هم و.

پر ګور یې نور او یاد یې تلپاتې

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۶ - ۲۳:۱۸
Background image

اطلاعیه ستاژ قضائی

 به اطلاع کامیابان امتحان تحریری دور سی و یک ستاژ قضایی رسانیده میشود که آنعده واجدین شرایط امتحان تقریری که جهت اخذ امتحان به گروپهای پنجاه نفری طبق تقسیم اوقات نشر شده تنظیم گردیده اند، درصورتیکه . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۱۴ - ۱۴:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی مالی واداری ستره محکمه

بدینوسیله بتاسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده میشود که ستره محکمه ج.ا.ا در نظر دارد قرار داد اعمار دیوار احاطوی تعمیر اداری قضات ولسوالی څوکی ولایت کنر را به هلال مشرق . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۵:۲۲
Background image

اطلاعیه ستاژ قضائی

به اطلاع کامیابان تحریری دور سی ویکم ستاژ قضایی رسانیده می شود که:

طبق جدول واجدین شرایط امتحان تقریری کامیابان کانکور دور 31 ستاژ قضایی که از طریق سایت ستره محکمه در اخیر اعلان هذا نشر شده است، هر . . .

بازگشت به اطلاعیه ها